افغانستان

کندهار : له مرکزي زندان نه ۴۲ بنديان ازاد شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د کندهار له مرکزي زندان څخه ۴۰ تنه نارينه او ۲ تنه ښځينه بنديان خوشي شوي.

د رسنيو د راپور له مخي د کندهار له محبس نه ۴۲ تنه بنديان د اشرف غني د ۱۱۰ او ۱۲۴ نمبر فرمانونو پر اساس خوشي شوي.

د بنديانو د خوشي کېدو په مراسمو کې د کندهار د والي زلمي ویسا په شمول نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د کندهار والي ویسا د بنديانو د خوشي کېدو په مراسمو کې د وینا پر مهال وويل چې د ۲۷ تنه نورو بنديانو د بند په موده کې هم کمی راغلی.

د کندهار په مرکزي زندان کې تر دې دمه ۱۸۸۸ تنه نارينه او ۲۷ تنه ښځي چې ټول ټال ۱۹۱۵ تنو ته رسيږي بنديان دي.

د کندهار مرکزي زندان د ۹۰۰ تنه بنديانو لپاره جوړ شوی خو اوس ۱۹۱۵ تنه په کې د بند شپې او ورځي سبا کوي.

د یادوني ده چې شپږ ورځي وړاندي هم د بګرام له زندان نه ۳۳ تنه هغه بنديان چې د بند مودې يې پای ته رسېدلي وې را خوشي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x