شعـــــرونه

خدايه!

خدايه!  ستا كلام  قرآن   راڅخه غواړي
تارا كړى   سپين  ايمان   راڅخه  غواړي

دنړۍ شېطانان   درست  راته  ګواښېږي
هر غښتلى مسلمان  را څخه  غواړي

زما ورور  زماخپلوان  وژني زماكوركي
دخپل ځان   دسر امان   راڅخه  غواړي

لوى مقصد يې  ستا ددين  خرابول   دي
په ظاهره  كابل  جان   راڅخه  غواړي

د رضا په لور  دي   ربه !   در   روان   يو
كه  هر څو تنكي ځوانان  را څخه  غواړي

په ښكاره خو يې   ده  امن  سمبول   را ووړ
پټ   دامن  هر ميدان    راڅخه  غواړي

اوس هم ځيني جاهلان نه  پرې  پوهيږي
چي كفارمو دين  ايمان  راڅخه غواړي

د غازي   د سر  دعا كوم  الهامه  !
ير غلګر ننګ او  وجدان  راڅخه  غواړي
2014/04/20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x