افغانستان

يوولسو نویو وزیرانو د لوړې مراسم ترسره کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغان کابینې یوولسو نویو وزیرانو د لوړې مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې ولسمشر غني د دوی پر راتګ خوښي وښووده او زیاته يې کړه، هیله لري راتلونکي کې ښځې هم د ولسي جرګې د باور رایې تر لاسه کړي.

وړمه اوونۍ ولسي جرګې د یوې مېرمنې په ګډون دوولسو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې، چې له ډلې یې یوازې د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره ښځينه نومانده نرګس نهان ونه توانیده چې د تایید رايې خپلې کړي.

په نننيو مراسمو کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي، د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شیرزي، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د ترانسپورت وزیر محمد حمید طهماسي، د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولیونو وزیر فیض الله ذکي او د ټولګټو وزارت وزیر یما یاري د خپلو دندو د ښه ترسره کولو او وفادارۍ سوګند یاد کړ.

که څه هم ولسمشر له ولسي جرګې مننه وکړه چې دې وزیرانو ته يې د تایید رايې ورکړې، خو ګڼو مدني بنسټونو او د ښځينه مرکزونو فعالانو ولسي جرګه ملامته کړې چې نرګس نهان ته يې تایدي رايې نه دي ورکړې.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ويلي، لا هم په پارلمان کې «نرسالاري» حاکمیت کوي او دا ذهنیت فعال دی.

دوی له ولسي جرګې پرلپسې وغوښتل چې په دې اړه دې تجدید نظر وکړي، خو وکیلانو يې په اړه کوم غبرګون ونه ښود.

یاده دې وي لا هم، د کانونو او پټرولیم، د پوهنې وزارت او د بهرنیو چارو وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x