افغانستان

د برېښنا برخه کې درې میلیارده مرسته شوي ډالر لادرکه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فساد پر وړاندې یو خپلواک مرکز وايي د برېښنا برخه کې د نړیوالو مرستې له جملې شاوخوا درې میلیارده ډالر چور شوي دي.

میک؛ یا هم د اداري فساد پر وړاندې د څارنې ګډه او خپلواکه اداره، وايي د برېښنا شرکت له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یوازې د ۱۸۳ میلیونه ډالرو حساب له ځان سره لري.

د دې مرکز په وینا، د برېښنا شرکت مسوولینو وايي چې له دوی سره همدا مرسته شوې او د دې حساب ورکولی شي، خو دغه کمېټه وايي چې نړۍ شاوخوا څلور میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د دې مرکز غړي جاوید نوراني ويلي، په برېښنا شرکت کې پراخ فساد، د دولتي چارواکو او زورواکو له لوري د برېښنا د حساب نه ورکړه، هغه علتونه دي چې میلیاردونه ډالر پرې تری تم شوي دي.

د سرچینې په قول د برېښنايي حساب د نه ورکړې له ډلې ۲۹ سلنه دولتي بنسټونه، ۲۶ سلنه سوداګریز شرکتونه او څلور سلنه مذهبي ځایونه دي.

نوراني وايي په برېښنايي برخه کې زیانونه بل هغه څه دي چې له مفسدینو سره مرسته کوي، د هغه په خبره ۳۸ سلنه برېښنا بې ځایه مصرفېږي، نوموړي د برېښنا شرکت کارکوونکي ملامت وبلل چې برقي ميټرونه په چورت وهلو حسابوي.

نوراني وايي، دوی باید هره ورځ څلور سوه میتره حساب کړي، خو دوی لږ حسابي او نور پر همدې قیاسوي او ثبتوي يي.

د دې مرکز په خپاره شوي راپور کې یوه سرچینه هم «سیګار» یاده شوې، چې دوی ترې معلومات را اخیستي دي.

سیګار، چې په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره ده، وړاندې تر دې هم د پراخ فساد اړوند راپورونه خپاره کړي دي.

که څه هم ګډ حکومت د کار په پیل کې ژمنه کړې وه، چې له فساد سره مبارزه به يې په لومړیتوبونو کې وي، خو ورته راپورونو ته په کتلو لا هم د دوی د کار څرک نه لګېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx