افغانستان

ولسي جرګه: ټرمپ ستر شیطان دی، باید پر پلانونو يې خبر واوسو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې غړو د ټرمپ د پرېکړې په مقابل کې ويلي، ټرمپ ستر شیطان دی، باید پر پلانونو يې خبر واوسو.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه اعلان کړ، پر وړاندې يې توند غبرګونونه را وپارېدل.

د ولسي جرګې غړو د ټرمپ پرېکړه تروریستي عمل بللی او ويلي يې دي، دا پرېکړه به د نړۍ د ویجاړېدو سبب شي.

د وکیلانو په وینا اسراییل د امریکايي ګټو لپاره په منځني ختیځ کې هغه جغرافیه ده، چې امریکا ترې خپل پلانونه عملي کوي.

دوی په پرونۍ ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په ګډون ټول شوي تړونونه دې لغوه شي.

دوی د امریکا د ولسمشر پرونۍ پرېکړه د اسلامي امت پر وړاندې ښکاره دښمني وبلله او د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي په ګډون ګڼو وکیلانو له امریکا سره د امنیتي تړون او ټولو دوه اړخیزه تړونونو پر لغوي ټينګار وکړ.

ولسي جرګې تر دې وړاندې هم د امریکايي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو په پېښو کې د امنیتي تړون د لغوې یادونه کړې وه، خو عملاً کوم ګام نه دی اخیستل شوي.

ګډ حکومت له امریکا سره امنیتي تړون د خپل واک په دویمه ورځ لاسلیک کړ.

ټرمپ تېره چهارشنبه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه یاد کړ او له تل ابیب نه يې د خپل سفارت د لېږد امر وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

ولسی(( چرګی )) د امریکا زراعتی چرګی ، د امریکا له خوا زیږول شوی ، مقری شوی او د امریکا د ګټو او اشغال د دوام د پاره تمویلیږی او نازول کیږی ، حتی د همدغه غلامی تړون د لاسلیک د پاره په میلونو ډالرو سربیره یی ورله دوره دوهمی دوری ته وغځوله لا کیدی شی دریمی دوری ته به یی هم شرایط اماده کړی. دا چه اوس د غلامی تړون د تردید او لغوه کیدو شعارونه زمزمه کوی ، د دی د پاره چه څوک ورپسی ډانګی راوانخلی او له وهلو ټکولو یی ځغلول زیات کړی د هیوادوالو به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x