fbpx

بلک واټر ته د افغانستان د جګړې سپارلو خطرناکه منصوبه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په تیر اګست کې د افغانستان لپاره د ټرمپ د جنګي ستراتیژي تر اعلانولو مخکې د امریکا د ملي امنیت مشاور جنرال مک ماسټر او دفاع وزیر جیمس مټیس لخوا پر دې تجویز هم غور کیده چې د افغانستان د جګړې پرمخ وړل د بلک واټر په څیر کومې شخصي امنیتي کمپني ته وسپارل شي.

خو په عراق او افغانستان کې د دغې بدنامي امریکايي کمپنۍ د بد شهرت او د دوی لخوا په یادو هیوادونو کې د تر سره کړل شویو جنایاتو له وجې دا تجویز د سپینې ماڼې لخوا مسترد او په عوض کې یې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د ټرمپ ستراتیژی اعلان کړل شوه.

د ټرمپ ستراتیژي چې په افغانستان کې یې ټول ترکیز د جګړې پر شدت او هوايي بریدونو متمرکز و تر دریو میاشتو تیریدو وروسته هغه څه تر لاسه نه کړای شول کوم چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او په افغانستان کې د هغه تحت الحمایه حکومت یې توقع لرله.

اوس تازه د بازفید (Buzz feed) په نوم امریکايي رسنۍ خبر ورکړی چې د بلک واټر مؤسس «اریک دین برس» بیا په افغانستان كې د جګړې د خصوصي كولو او د نا استخراج شویو كانونو د استخراج او د هغوی د امنیت ساتلو وړاندیز کړی دی.

د (Buzz feed) د خبر له مخې د بلك واټر مشر ویلي چې د افغانستان جګړه چې اوس یې کلنی لګښت ۴۵میلیارد ډالره دی که هغه بلک واټر شخصي امنیتي کمپنۍ ته وسپارل شي او امریکايي ځواکونه یې یواځې هوايي حمایت وکړی کلنی لګښت به یې لس ملیارده ډالرو ته راښکته او پر هغه سربیره به د امریکايي سرتیرو د مرګ ژوبلې مخه هم ور سره ونیول شي.

بلک واټر امریکايي کمپنۍ چې د افریقا او نورې نړۍ اجرتي جګړه ماران ورکې را یو ځای کړل شوي په عراق او افغانستان کې یې د امریکايي دیپلوماتیکو او ساختماني کمپنیو د امنیت ساتلو په پلمه بوږنوونکي جنایات ترسره کړي دي.

د یادې کمپنی مؤسس اریک برنس دا ځل وړاندیز کړی چې په اصطلاح د افغانستان د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د دغه هیواد د قیمتي کانونو او طبیعي زیرمو د استخراج دنده هم ورته وسپارل شي.

که د ټرمپ لخوا د اریک برنس دا وړاندیز ومنل شي ګډ حکومت به طوعا او کرها هغه ورسره تائیدوي او دا به هم د امریکا د امنیتي تړون په څیر د افغانستان د ثبات لپاره یو اړین اقدام بولي.

خو افغان ولس ته په کار دی چې د خپل هیواد له حریم نه د دفاع او د خپلو طبیعي زیرمو د خوندیتوب لپاره د امریکايي اشغالګرو د دغو خطرناکو پروژو په مقابل کې مقاومت وکړي او اجازه ورنه کړي چې د داخلي غلو ترڅنګ یې د بلک واټر د اجرتي قاتلینو لخوا هم د هیواد ثبات لا ګډوډ او قیمتي کانونه ولوټل شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود
میلمه
محمود

د الله په فضل هسی به ځان وشرموي

جاوید
میلمه
جاوید

اسلامي امارت خو الحمدلله ژوندی دی. هیڅوک به هم دا جرات ونکړای شي