نړۍ

د ټرمپ د پرېکړې وروسته یو عربي پلاوی اسرائیل ته تللی دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له هغه وروسته چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیت المقدس په اړه پرېکړه وکړه او دغه اسلامي او تاریخي ښار یې د یهودانو په نوم کړ، د یوه خلیجي هیواد ۲۴ کسیزه پلاوی اسرائیل ته په ښکاره توګه رسیدلی دی.

د اسرائیلي تلویزون دوهم نمبر چېنل د راپور سره سم د بحرین هیواد پلاوی چې د دغه هیواد پاچا په امر اسرائیل ته استول شوی دی، له ځانه سره د سوله ییز ګډ ژوند، د ادیانو تر منځ د خبرو اترو او تفاهم را منځته کولو پيغام لیږدوي.

د پلاوي ګډونوال د بیت المقدس په زاړه ښار کې وګرځېدل او ورسره د تلویزون خبریالان هم وه چې د دوی سره یې مرکې کولې او نظر یې پوښتی.

د بحرین د پلاوي یوه غړي «فضل الجمري» وویل چې ماته شخصا د بحرین پاچا د سولې پيغام په لاس راکړی تر څو ټولي نړۍ ته یې ورسوم، او زیاته یې کړه چې شیعه ګان د هیڅ کوم دین او مذهب سره دښمني نه لري.

باید وویل شي چې د بحرین هیواد دغه پلاوی په داسي وخت کې بیت المقدس ته سفر کوي چې تازه د امریکې ولسمشر ټرمپ دغه سپيڅلی ښار د اسرائیلو په نوم کړ او هغه یې د اسرائیل ابدي پلازمینه وبلله چې د نړۍ اکثرو مسلمانانو او غربیانو یې پر ضد سخت غبرګون وښود.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم د اسرائیل یوې ورځپاڼې «یروشیلم پوسټ» خبر ورکړی وو چې د بحرین پاچا هغه پریکون غندي چې عربي هیوادونو د اسرئیل سره اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د اسرائیل چارواکي او لومړی وزیر نتنیاهو په مکرره توګه ویلي چې ددوی سره ځیني عربي سني هیوادونه اړیکې پالې خو د اعلان څخه یې شرمیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د خلیجي هیوادونو څخه پلاوي اسرائیل ته ځي بلکې ددې تر مخه د سعودي څخه هم یوه پلاوي د تل ابیب څخه لیدنه کړې وه او داسي راپورونه هم ورکړل شوه چې ګواکي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم تللی دی خو د سعودي بهرنیو چارو وزارت دغه خبرونه ناسم وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x