
ولسمشر غني بادغیس ته تللی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني نن سهار د بادغیس ولایت مرکز قلعه نور ښار ته تللی؛ څو د قیصار ـ لامان سړک د لومړۍ او دویمې برخې پرانېسته وکړي.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر غني به د دغه سفر پر مهال د بادغیس امنیتي وضعیت له نږدې وارزوي او د ملکي، امنیتي ادارو او له قومي مشرانو سره به هم جلا ناستې ولري.
ولسمشر غني د قیصار ـ لامان سړک د پرانېستې په مراسمو کې د بادغیس خلکو ته ژمنه ورکړه، چې بادغیس د ورېښمو لارې په مسیر کې کلیدي ونډه لري او په راتلونکو دوو کلونو کې به د اورګاډي پټلۍ هم له دې ولایته تېره شي.
ده وویل، د بادغیس خلکو ته به په کافي اندازه برېښنا هم برابره کړي.
د قیصار ـ لامان سړک لویدیځ هرات له شمالي ولایتونو سره نښلوي، چې د جوړېدو چارې یې دوو چینايي او هندي شرکتونو ترسره کړي دي.
پر دغه سړک ۸۸ میلیونه ډالر لګښت راغلی، چې ټول اوږدوالی یې ۱۲۳ کیلو مټره دی.
د قیصار ـ لامان سړک لګښت د اسیا پراختیايي بانک ورکړی دی.
ولسمشر غني تېره میاشت د پکتیا خلکو ته هم ځینې ژمنې ورکړې وې، چې تراوسه یې یوه ژمنه هم نه ده ترسره کړې.