خبرونه

دکتورعبدالستارسیرت: که په هېواد کې جګړه او کړکیچ ختم نه شي ، غوره ده چې یوه موقته اداره را منځ ته شي

 

د افغانستان د سياست دڅو لسیزومطرحه څېره اود بن دلومړي نړيوال کانفرانس یو مهم غړی ،دکتور عبدالستار سیرت وایې چې که په هېواد کې جګړه او کړکیچ ختم نه شي، نو باید د کړکیچ له زیاتوالي څخه د مخنیوی په موخه په افغانستان کې یو موقت حکومت را منځ ته شي.

نوموړي په داسې حال کې چې د سولې او روغې جوړې په تړاود سولې عالي شورا هڅې ناکامې وګڼلې له ولسمشر کرزي او حکومت نه یې ګیله وکړه چې د ډېرو ورځو په تېردو یې له ده سره اړيکه نه ده نيولې، چې دده په خبره، دی یې د ځان لپاره سپکاوی ګڼي.

دکتور عبدالستارسیرت چې د شنبې په ورخ د وري په دېرشمه نېټه یې په کابل ښار کې یوې خبرې ناستې ته وینا کوله، په خپلو څرګندونو کې وویل: دا چې د ټاکنو کميسون چا ګومارلي او څه ډول ګومارل شوي دی، ټوله پروسه ده ته معلومه ده، نو ځکه بايد د افغانستان د خلکو رايې ته احترام وشي او پرېنښودل شي چې يوځل بیا پر خلکو د درغليو ډکو ټاکنو په نتیجه کې راغلی حکومت واکمن شي.
سيرت دا هم وایې چې که د اوسنيو ټاکنو په پايلو کې که درغلي وشي نو افغانستان به د سختو ستونزو په لوري لاړ شي.

دغه سياستوال وایي، چې دی ددي لپاره افغانستان ته راغلی چې نور د څو میلیونو افغانانو له قربانۍ وروسته د سولې لپاره رېښتيني هڅې وکړي او د يوه داسې شخص په توګه په سوله کې رول ولوبوي، چې نه په جنګ کې ښکېل دی او نه د پرديو هېوادونو او استخباراتي شبکو ملاتړ ورسره دی.

هغه زیاته کړه، چې په تېرو ديارلس کلونو کې افغانان له زیاتو ناخوالو سره مخ او هغه امیدونه یې چې له حکومت څخه درلودل ترسره نه شول، افغان حکومت په فساد کې په لومړي نمبر کې دی.

عبدالستار سیرت د بن د لومړي کنفرانس پر پرېکړو هم ګوت نیونه وکړه او په فساد کې یې د افغانستان لومړی والی دهمدې غلطو پرېکړو نتیجه وګڼله.star-seerat

سیرت چې تر دې وړاندې یې څو ځله د افغانستان د کړکیچ د حل لار د یوه موقت او عبوري حکومت جوړیدل ګڼلې و، نن هم د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د موقت حکومت طرحه پدې پورې اړه لري چې که چېرې مونږ د کړکیچ مخنیوی ونه کړو،نو دهغه سیاسي نظام د سمون په موخه چې ۱۳ کاله وړاندې مو یې تهداب اېښی، باید یوه انتقالي او موقته دوره جوړه کړو، ترڅو خپلې کمۍ او کمبودۍ پکې لیري کړای شو.

هغه په ډاګه کړه چې هغه حکومت چې د ترسره شویو ټاکنو په پایله کې رامنځ ته کېږي، باید په هېواد کې د جګړې اوکړکیچ روان حالت ته د پای ټکی کېږدي او دده په خبره که یې دا کار ونشو کړای، بیا غوره ده چې یوه موقته او انتقالي اداره را منځ ته شي، ترڅو دې کړکیچ ته د پای ټکی کېږدي.

همدارنګه نوموړي په افغانستان کې د فساد شتون یوه لویه ستونزه وګڼله او زیاته یې کړه چې د فساد په دې اول نمره توب کې ټول چارواکي نه دي ښکېل بلکې هغه کسانو له لامله افغانستان دومره مفسد هېواد و پېژندل شو، چې دده په خبره د پرديو په واسطه ګمارل شوي دي.

نوموړي د بن کنفرانس ته په اشارې سره وويل، چې په بن کې د قبرص، پېښور، روم، او د افغانستان دشمال هيئتونو ګډون کړی و، چې يوه يې هم د افغانستان د ملت استازيتوب نه کاوه خو يو شمېر افغانان و، چې د هېواد سره يې خپله خواخوږي ښودله.

ښاغلي سيرت زیاته کړه چې په بن کې يادو هېئتونو زه د موقتې ادارې د رئيس په توګه وټاکلم خو مقابل جانب له دې خبرې سره مخالفت وکړ، ځکه چې هغوی پوهېدل چې زه يې نوکري نه کوم، او ويې ويل چې رئيس بايد د فلاني قوم او فلانی شخص وي، خو دهغه په خبره ده یې له دې لامله مخالفت ونه کړ، چې پر ما له چوکۍ سره د مينې او د کنفرانس د ناکامولو تور ونه لګېږي.

سيرت زیاتوي، چې د افغانستان اساسي قانون يو تحميلي او وارداتي قانون دی، چې نه افغانانو تائيد کړی او نه يې منلی دی.

ښاغلي سيرت په خپلو خبرو کې را تلونکي حکومت ته په اشاره سره وويل چې که هغه د اوسني حکومت دوام نه وي او په خپلو خبرو او وعدو کې ريښتونی وي نو همکارۍ ته چمتو دی، خو داسې يو حکومت چې د اوسني حکومت چارواکي په کې شتون ونه لري او که په کې وي نو بايد د تېرو کلونو په اړه محاسبه شي.

د افغانستان د سولې شورا هڅو ته په اشارې سره ښاغلي سيرت وويل چې دغه شورا يو بې طرفه اړخ نه دی او د يو اړخ په امر جوړه شوې شورا ده نو ځکه نه شي کولی په دې لاره کې ډېر څه وکړي.
سیرت زیاته کړه اړينه ده، چې داسې يو لوری بايد د سولې لپاره هڅې وکړي، چې هغه ټولو خواو ته د منلو وړ وي.

دکتور عبدالستار سیرت له سولې شورا څخه دا شکايت هم وکړ، چې دوی چې د سولې لپاره هڅې کوي، تر اوسه يې ورسره هيڅ ډول اړيکه نه ده نيولې او نه يې هم د دوی پلان او پروګرام ته کومه پاملرنه کړې ده.

نوموړی افغان حکومت پړ وګاڼه چې له ده سره يې د ډېرو ورځو په تېردو بیا هم اړيکه نه ده نيولې او نه يې هم کومه پاملرنه ورته کړې ده، چې دا يې د خپل ځان سپکاوی ګڼي، هغه دیوه عربي متل په مصداق زیاته کړه “هغوی ته چې مونږ غشي ويشتل ور زده کړل اوس غشي زمونږ پر لور را توغوي”.

له اصلاح رسنیز ګروپ څخه په مننه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x