دیني، سیرت او تاریخ

په یوه څپېړه د درې پوښتنو ځواب !

ژباړه: فرمان الله نجرابوال

یو ځوان یو عالم ته وویل که زما درې پوښتنې ځواب کړې زه بیا لمونځونه کوم.

عالم: سمه ده ستاسو پوښتنې کومې دي!؟

ځوان: عالمه ! ایا ته رښتیا زما پوښتنې ځوابولی شې سره له دې چې ډېر نور ددې پوښتنې په ځواب کې پاتې راغلي.

عالم: هو د الله عزوجل په مرسته ستا پوښتنې ځوابوم إن شاءالله.

ځوان : زما پوښتنې پدې ډول دي:

1: آيا همدا اوس الله جل جلاله شتون لري؟ که ځواب دې هو(چې خدای جل جلاله شته) وي نو څېره او شكل یې راته وښایه !؟

2: قضاء قدر څه شی دی؟

3: کله چې شیطان له اور څخه پیدا شوی دی نو دهغه غورځول په اور کې هغه ته هېڅ زیان نه رسوي ؟
ځوان لا دا پوښتنې پورې کړې نه وي چې عالم یوه کلکه څپېړه پر دا مخ ځوان وواهه چې ځوان ژور درد محسوس کړ.

ځوان په تونده لهجه وویل : ولې دې پر مخ په درنده څپېړې ووهلم لکه چې زما د پوښتنو ځواب درسره نشته ؟

عالم: نه نه ځوانه! دا زما څپېړه ستا د پوښتنو ځواب و.

ځوان : پوه نه شوم !!

عالم: زما د څپېړې د وهلو روسته تا څه شی محسوس کړ!؟

ځوان : هو ما د ژور درد احساس وکړ.

عالم : آیا ته باوري یې چې دا ژور درد شتون لري!؟

ځوان: پرته له شکه چې دا درد شتون درلود.

عالم : ددې درد څېره راته وښایه!؟

ځوان : نشم کولی چې څېره یې درته وښایم.

عالم: همدا ستا د لومړۍ پوښتنې ځواب دی مونږ ټول پوهېږو چې الله عزوجل شتون لرې د نښو ،قدرتو څخه یې پېژنو ،دده څېره په دنیا کې نشو لیدلی .

بیا عالم وویل: آیا تاته پرون شپه دا معلومه وه چې یو څپېړه به ستا مخ خورې!؟

ځوان : نه ! نه وه معلومه .

عالم: ایا تاته ما داخبر در کړی و چې زه به تا په مخ په څپېړه وهم او یا ته پدې پېښه پوی وې!؟

ځوان : نه نه!

عالم : همدا قضاء قدر دی چې د کومې پېښې دپېښدا نېټه یې چاته معلومه نه وي.

عالم وويل : زما هغه لاس چې تاته یې څپېړه درکړه له څه شې جوړ دی ؟

ځوان: له غوښې

عالم: ستا مخ له شې جوړ دی؟

ځوان : دا هم له غوښې جوړ دی.

عالم: د څپېړې دخوړلو روسته دې څه محسوس کړ؟

ځوان:د ژور درد احساس مې وکړ.

عالم: همدا دې د درېمې پوښتنه ځواب دی.الله عزوجل شیطان له اور څخه پیدا کړی دی او همدغه اور ورته الله عزوجل دردناک او عذابناک ګرځولی دی.

روسته له هغې د ځوان پوښتنې ځواب شوې او له عالم سره په کډه یې لمونځ وکړ او په زړه كې یې چې کوم شبه وه هغه ورته هغه عالم په یوې څپېړې لرې کړه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x