افغانستان

ننګرهار: د خوږیاڼیو د اربکیانو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د اربکیانو قومندان حبیب الرحمن وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، نن غرمه مهال د قومندان حبیب الرحمن په موټر کې ماین ځای پرځای شوی و او د خوږیاڼیو ولسوالۍ مرکز کږې ښار کې یې چاودنه کړې ده.

د دوی په خبره، په چاودنه کې پنځه نور اربکیان مرګوني ټپیان شوي دي.

خوږیاڼي د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې له تېرې یوې نیمې راهیسې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه پکې روانه ده او د سیمې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو وتلي او نورو سیمو ته تللي دي.

د نننۍ چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x