ورزش

کرېکټ: افغانستان پایلوبه کې لومړی توپ وهنه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۶ل): افغانستان په درېیمه یو ورځینۍ لوبه کې د آیرلینډ پر وړاندې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان او آیرلینډ تر منځ دغه لوبه د شارجه په نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي او په ګټلو سره به یې لوبډله د سیالیو ګټونکې شي.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه کې افغانستان آیرلینډ ته په ۱۳۸ منډو او په دوهمه لوبه کې آیرلینډ افغانستان ته په ۵۱ منډو ماتې ورکړه او سیریز یې په یو یو مساوي کړ.

افغانستان په نننۍ لوبه کې دوه لوبغاړو د بدلولو پرېکړه کړې، نور علي د احسان الله جنت پر ځای او شاپور ځدراڼ د دولت ځدران پر ځای لوبیږي.

د درېیو یو ورځنیو سیالۍ د مساوي کیدو له کبله نننۍ لوبه به له نورو لوبو جلا خوندوره وي چې هره لوبډله به د سیالۍ جام ګټلو پوره کوښښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x