
خوست: د حکمتیار غونډې ته نږدې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار غونډې ته نږدې چاودنه شوې؛ خو مرګ ژوبله نه لري.
د خوست د امنیه قومندانۍ سرپرست سمونوال عبدالحنان ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د څرمونو په یو دوکان کې شوې؛ خو چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.
د ځدراڼ په خبره، پولیس سیمې ته رسېدلي او پلټنه یې پیل کړې ده.
نن د خوست ښار د فوټبال لوبغالي کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار لپاره غونډه رابلل شوې وه، چې سیمې ته چاودنه وشوه او غونډه یې ګډه وډه کړه.
حکمتیار نننۍ غونډې ته وویل، حکومت باید له طالبانو سره د سولې خبرې ګړندۍ کړي او د راتلونکو ولسي جرګې د ټاکنو د روڼوالي غوښتنه یې وکړه.
حکمتیار خوستیانو ته ژمنه ورکړه، چې په دغه ولایت کې به یو معیاري پوهنتون جوړ کړي.