نړۍ

يمن: د امريکا بې پيلوټه طيارې بريد ۳۰ کسان وژل شوي

نن ټکی اسيا: يمن کې د امريکا بې پيلوټه طيارې په توغنديز بريد کې دېرش کسانه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
عربي رسنۍ وايي، چې، د يمن ختيځ کې امريکايي بې پيلوټه طيارې د القاعده پر غړيو توغنديز بريد کړی، چې له امله يې دېرش کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
خبر زياتوي، چې دا بريد پداسې وخت کې وشو، چې د القاعده غړي د پوځي تمرين په حال کې وو.
د يمن د دفاع وزارت د ياد بريد پخلی کړي او وايي، چې د يمن ختيځ ابيان ولايت المافهد سيمه کې د القاعده پر روزنيز کمپ دغه بريد شوی.
د يادونې وړ ده، چې لس ورځې مخکې هم د امريکا بې پيلوټه طيارې په بريد کې د القاعده د لسو غړو ترڅنګ ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي وو.
ازادو سرچينو او القاعده په خپله تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي، چې بريد کې د القاعده څو کسان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x