افغانستان

هرات: د اردو عسکر د غلو د ډلې د مشرۍ له امله نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هرات امنیتي مسوولین وايي، په دې ولایت کې يې د ملي اردو یو عسکر چې د غلو د یوې ډلې مشري يې کوله نیولی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ د امنیت امر امین الله امین د نیول شوي عسکر په اړه له نورو جزییاتو ډډه وکړه، خو د هغوی د غلا په اړه يې خبرې وکړې.

امین وايي، دې غلو چې د اردو یو عسکر يې مشري کوله، په ښار کې خلک لوټل.

د امنیت د امر په خبره دوی له خلکو نه، موټر سایکل، تلیفونونه، نقدې پیسې او د کریدیت کارتونه چور کول.

دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکوانه د خلکو په لوټ کې لاس لري، وړاندې تر دې په روزګان کې د ځايي خلکو شکایتونه رسنیز شول، چې پولیسو ترې سلګونه زره پاکستانۍ روپۍ لوټلې وې.

د دوی په خبره پولیس د پولیسو له یونیفورم، امکاناتو او وسلې نه په ګټې په تالاشي ځایونو کې خلک لوټي.

د روزګان ځايي چارواکو دا خبره رد کړې وه، خو ويلي يې و، چې سیمه کې نامسووله وسله‌ وال ښايي ورته کړنې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x