نظــر

ایا قدس د یهودانو تاریخي حق دی؟/ شرر ساپی

په کار ده چې په دې مورد کې تاریخي ثبوت په لاس ولرو، یهودانو او د هغوی د ګوډاګیانو ادعا زموږ په مغزو کې ثبت شوې چې وایي یهودان د دې خاورې اصلي بچي دي او فلسطین دوی اباد کړی دی.

لومړی باید دا روښانه کړو چې دلته مو له یهودانو موخه څوک دي؟ که له دې څخه د یعقوب علیه السلام اولاده او نبیره هدف ده؟ یا زموږ د زمانې یهودان دي؟ او د دواړو ترمنځ کوم توپیر شته؟ دا داسې پوښتنه ده چې تل راولاړیږي او باید ځواب یې ولرو.

که له دې څخه د یعقوب علیه السلام نبیره هدف وي نو باید دا قانوني پوښتنه وڅيړو او که موخه ترې اوسني غاصب یهودان وي نو د هغوی ځواب ووايو. د لرغونې او اوسنیو یهودانو ترمنځ جوت توپير دی. دا چې د سیمې د ملکیت دعوه کوي دا د یعقوب علیه السلام له نبیرې څخه نه دي، په کومو یهودانو کې چې د بني اسرائیلو نښې او صفتونه دي هغه په نشت حساب دي، او د ا به ډېره سخته وي چې په اوسنۍ زمانه کې هغه یهودان ومومو چې د یعقوب علیه السلام له نبیرې څخه دی، د ډېرو یهودانو په وینه کې د مسیحانو او بت پرستانو تومنه ده.

د برتانوي مشهور انټرپولوژیست (جمیس فنتون) په څېړنه کې راغلي دي، چې ۹۵٪ یهودان بني اسرائیل نه دي، همدارنګه يو بل مشهور انټرپولوژیست( فیلکس فولوشان) په خپله څېړنه کې وايي یوازې ۵٪ اوسني یهودان د یعقوب په نبیره کې راځي. وګوره الیهود، انټر پولوژیا پ ۱۷۱-۱۷۲

او د دې خبرې کره توب په دې کې دی چې کله ۴۰ زره یهودان د رومیانو له خوا وشړل شول، نو په ۵۰۰ کلونو کې تر اوه ملیونه ورسېدل، یعنې شمیر یې له ۱۰۰ برابره نه تر ۱۸۰ برابره شو، دا په دې معنی چې له یهودي وینې سره نورې وینې ګډې شوې، نو که به يې مور یهودۍ وه هم به یهودي حسابیده او که به يې پلار یهودي و هم به یهودي حسابېده وګوره: (لیس للیهود حق تاریخي فی فلسطین ص ۵۵- ۶۲ )دا نو ناسمه ده چې خلک دې د پلار د میراث دعوه کوي او پلار دې نه وي. دوی فرعوني. آشوري، آرمې بابلي، یوناني، فینقي او روماني بریدګرو خواره واره کړل، که دا خبره ورسره هم ومنو چې دوی لرغونې یهودان او د تورات څښتانان دي او دا د دوی میراث دی.

دوی ته وایو: تاریخ ستاسې درواغ او دعوه بربنډوي، د قدس تاریخ د مکې په څېر لرغونی دی، د ناصرې په سویل کې د کندنو پر مهال داسې اثار لاس ته راغلي چې تقریبا ۳۱۰۰ نه تر ۷۵۰۰ قبل المیلاد پورې تړاو لري، او تر ټولو یې مهم د اریحا ښار دی چې تاریخپوهان یې د نړۍ تر ټولو په لرغونې ښار یادوی وګوره: (فلسطین بالخرائط والوثائق ص ۴۹ )خو تر ټولو لرغونې کره تاریخ چې زموږ په لاس کې دی له میلاده۳۱۰۰ کاله پخوانی دی، او هغه د (الیبسیون) تاریخ دی چې عربي قبیله ده. د قدس زړو واکمن (ملیکی صادق) نومیده، دا هغه څوک و چې ابراهیم يې فلسطین ته راوست، دا مواحد او ميلمه پال شخص و، همدارنګه کریتې قبیلې پرې ۱۱۴۸ قبل المیلاد برید وکړ له کنعانینانو سره یو ځای شو چې فرهنګ يې هم یو شو.

له څه مودې وروسته بني اسرائیل په دې وتوانېدل چې یبسیانو ته ماتې ورکړي، او د داود علیه السلام په مشرۍ يې د اسرائیلو دولت جوړ کړ او له۹۷۳- ۱۰۱۳ ق م چې قدس «اورشلیم» يې پلازمینه کړه واکمني وکړه. وګوره: ( للتوسع فی تاریخ قدس قبل الاسلام، وګوره: وا قدساه د غفاني، ج۱ ص۴۷-۷۰ ).

دا په ډاګه شوه چې ابراهیم علیه السلام د فلسطین له پاچا سره تړون وکړ، ابراهیم فلسطین ته ننوت، او بني اسرائیل د یعقوب علیه السلام اولاده ده، نو دا به کوم عقل او منطق ومني چې دا د دوی میراثي خاوره ده، نو تاریخي حق يې یبسویانو ته راګرځي او هغوی عربي کنعانیان وو.

یهودان دعوه لري چې دوی لومړي خلک و چې فلسطین یې جوړ کړ، خو تاریخ په دروغژنو رحم او زړه سوی نه کوي،کنعانیان لومړي خلک و چې په فلسطین کې يې واکمني لرله، او په سیمه کې کندنې په دې ښه ګواه دي. نو یهودان د تمدن غله دي، سلیم حسن په موسوعه مصر قدیمه کې وايي: عبرانیانو دلته ډېره موده تیره کړه چې خپل فرهنګ او تمدن يې له کنعانیانو اخیستی و، وګوره: (موسوعه مصر قدیمه، ج۹ ص۴۹۲).

دوی دعوه کوي چې هیکل د یهودانو معبد و چې داود علیه السلام پیل او له مرګه وروسته يې زوی سلیمان علیه السلام بشپړ کړ،کره خبره دا ده چې دغه هیکل په مسجد اقصی کې نه و جوړ شوی ، ځينو څيړنو دا خبره درواغژنه ثابته کړې، وګوره: (واقدساه،ج۲ ص ۵۹-۶۲).

بیا بابلي بختنصر فلسطین ونیوه، هیکل يې ړنګ کړ او دوی يې له ځان سره بابل ته مریان بوتلل، ۷۰کاله وروسته یهودان د کورش پاچا په مرسته په ۵۰۹ قبل المیلاد کې بیرته فلسطین ته ننوتل او هغه يې ونیوه، بیا يې هیکل ورغاوه، وروسته ورباندې یونانیانو د اسکندر په مشرۍ برید وکړ، بیا ورباندې د سورې پاچا برید وکړ وروسته په ۶۶ ق م کې د رومیانو تر قلمرو لاندې راغی، رومی پاچا په ۷۰ میلادې کې یهودان ووژل، له فلسطین نه يې وشړل ، هیکل يې ویجاړ کړ او مریان یې کړل، تر دې چې په ۱۹۴۸م کال بیرته راوګرځېدل.

نو دا ثابته او کره شوه چې د یهودانو خبره دروغ ده او دا تشه دعوه ده چې دوی يې کوي، دا دوی میراث نه دی او نه دوی د لومړي تمدن څښتنان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x