افغانستان

بادغیس: د عامه نظم عسکرو له تېرو اوو میاشتو راهیسې تنخوا نه ده اخیستې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بادغیس د ولایتي شورا غړي وايي، چې له تېرو اوو میاشتو راهیسو په دې ولایت کې د عامه نظم عسکرو تنخوا نه ده اخیستې.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېګ په خبره، له تېرو اوو میاشتو راهیسې د عامه نظم عسکرو تنخوا نه ده اخیستې او په وچه ډوډۍ وخت تېروي.

بېګ له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د بادغیس د عامه نظم د سرتېرو چاره وکړي او د اعاشې، تنخوا او نور اړین وسایل دې ورته چمتو کړي.

نوموړي نن په بادغیس کې د قیصار ـ لامان سړک پرانېستې غونډه کې وویل، چې په دې ولایت کې پاڅون وال، اربکیان او د اردو عسکر له سخت حالت سره مخ دي او افغان امنیتي چارواکي ورته پاملرنه نه کوي.

ولسمشر غني د بادغیس ځايي چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د بادغیس د عامه نظم د سرتېرو ستونزه حل کړي او معاشونه به ورته حواله کړي.

دوه اوونۍ وړاندې د کونړ چارواکو هم ویلي وو، چې پوله ساتي ځواکونه په نهاره وخت تېروي او لوړ پوړي چارواکي یې اعاشه او تنخواوې په خپل وخت نه ورکوي.

امریکا او نړیوالو مرستندویانو ډېرې مرستې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، اعاشې او خوراک لپاره ځانګړې شوې؛ خو سرتېرو ته په میاشتو ـ میاشتو هم خپلې میاشتنۍ تنخواوې نه ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Some one didn’t do his job, fire him

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x