fbpx
د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر - دکتور عبدالباقي امين

د افغان جګړې ښکېلو لورو ته د سولې د فعالينو وړانديزونه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز له‌ خوا «په هېواد کې د سولې بن‌بست او د حل لاره» تر عنوان لاندې کنفرانس کې د سولې په هڅو کې فعالو شخصيتونو ښکېلو لورو ته خپل مشخص وړانديزونه وړاندې کړل.

په دغه کنفرانس کې، چې تېره شنبه د ۱۳۹۶ د قوس په ۱۱مه‌ د کابل ښار په انټرکانټننټل هوټل کې جوړ شو، ځينو سياسي شخصيتونو او حکومتي چارواکو، په کابل کې د ځينو بهرنيو سفارتونو استازو او د سولې په هڅو کې فعالو شخصيتونو، ګډون کړی و.

په کنفرانس کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز له‌خوا د سولې په تړاو د شوې سروې د مهمو موندنو د اعلان ترڅنګ، شپږو تنو ويناوالو په هېواد کې د سولې پر اوسني بن‌بست او شته حل‌لارو بحثونه وکړل.

دکتور عبدالباقي امين:

د کنفرانس لومړي ويناوال او د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين د غونډې اهميت ته په اشارې سره وويل: «دا راټولېدونه د افغانستان د ملت لپاره د يوې مهمې او حياتي قضيې په اړه ده او موږ وغوښتل، هغه لوري چې د سولې په پروسه کې اغېزناک دي او په دې برخه کې ګام اوچت کړي، دلته خپل نظرونه وړاندې کړي.»

ښاغلي امين په سر کې افغانانو ته د روانې جګړې د درنو زيانونو يادونه وکړه او ويې ويل، چې د نړيوالو ادارو د شمېرو له مخې لسګونه زره افغانان په دې جګړه کې وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه: «يوازې له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د يوناما د راپورونو له مخې ۷۴۰۰۰ ملکيان په دې جګړه کې وژل شوي دي. همدارنګه د ځينو چارواکو د څرګندونو له مخې، هره ورځ د افغان ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ تنه د دې جګړې قرباني کېږي، چې د دې دوه چنده هره ورځ ښايي د دولت وسله‌والو مخالفينو ته تلفات اوړي. همدا جګړه ده چې پر نورو ټولو برخو يې سيوری غوړولی؛ يو ځواکمن حکومت نه لرو، ۳.۵ مليونه افغانان په نشه‌يي توکو اخته دي، د ناامنۍ او بې‌کارۍ له کبله مو ځوانانو له هېواده تېښتې ته مخه کړې ده. له دې څرګندېږي چې د افغانستان ستونزه څومره لويه ده.»

د ده په وينا، د جګړې او مقابل لوري د محوه کولو ستراتېژي، چې له ۲۰۰۱ کال او افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ وروسته پلې شوې، افغانانو ته يې ستر زيانونه اړولي دي؛ مګر بيا هم د ډېر لوړ شمېر بهرنيو سرتېرو له شتون سره سره دا ستراتېژي ناکامه شوه او دا قناعت حاصل شو، چې د افغانستان قضيه د جګړې له لارې نه حل کېږي او بايد سولې او خبرو اترو ته مخه شي.

ښاغلي امين د سولې په تړاو د افغان حکومت او ځينو خپلواکو ارګانونو او لورو هڅو ته په اشارې سره وويل، چې هرې هڅې په خپل وخت کې هيلې هم راټوکولې وې، خو تراوسه د سولې په تړاو ټولې هڅې د بېلابېلو لاملونو له کبله، نه دي بريالۍ شوې. نوموړي په دغو هڅو کې په ۲۰۱۰‌ کال کې د سولې عالي شورا جوړول او وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو د قطر دفتر پرانېستل ياد کړل. دغه راز د ده په خبره، د پګواش غونډې چې تر يوه بريده يې د ښکېلو لورو ترمنځ تفاهم ته لاره هواره کړه، خو د يوې عملي حل‌لارې رامنځته کولو لامل نه شوې. د ده په وينا، د ملي وحدت حکومت له راجوړېدو وروسته مخامخ خبرې هم چې په ارومچي او مري کې وشوې، که څه هم په ارومچي کې طالبانو خپل ګډون تاييد نه کړ او په مري کې يې رد نه کړ، د بېلابېلو لاملونو له کبله بريالۍ نه شوې. د ښاغلي امين په خبره، د څلوراړخيزو مذاکراتو شپږ غونډې هم بې‌پايلې وې چې ښايي په دغو خبرو اترو کې د جګړې د يوه لوري (طالبانو) نشتون او يا هم دا چې د پاکستان له لارې له هغوی سره د تفاهم هڅه وه، د دغې لړۍ د ناکامۍ بنسټيز لامل وي.

دکتور عبدالباقي امين د هغو ستونزو يادونه هم وکړه، چې تراوسه يې له کبله دا بهير بريالی شوی نه دی او تر ټولو مهم يې د بين‌الافغاني تفاهم نشتوالی وباله. نوموړي وويل: «دواړو لورو خپل مقابل لوري د خپلواکۍ او صلاحيت نه لرونکي بلل، طالبانو ويل چې افغان حکومت استقلاليت او صلاحيت نه لري او بايد له امريکايانو سره خبرې وشي او بالمقابل حکومت ويل چې پاکستان د قضيې اغېزناک لوری دی او بايد لومړی له پاکستان سره ستونزه هواره شي. له همدې کبله دوی ونه توانېدل د دغې قضيې د هواري لپاره، بين‌الافغاني تفاهم رامنځته کړي.»

نوموړي د دولت د وسله‌والو مخالفينو د مشخص ادرس نشتوالي ته په اشارې وويل، چې له لومړي سره دا د يوې جدي ستونزې په توګه مطرح وه؛ خو کله چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانېستل شو، داسې هيلې يې راوټوکولې، چې دا قضيه به د سوله‌ييزو هڅو له لارې حل شي. مګر هغه ستونزې چې په دې برخه کې موجودې وې، بيا هم افغان حکومت ونه توانېد چې له طالبانو سره خبرې اترې پيل کړي.

همدا راز د ده په وينا، د سولې عالي شورا د سولې د يوازېنۍ دروازې په توګه مطرح کېدل بله هغه ستونزه وه، چې د هغو ګامونو مخه يې ونيوله چې په دې برخه کې بايد اخېستل شوي وای.

نوموړي په ټوليز ډول د سولې بهير د بريا لپاره پر بين‌الافغاني تفاهم او د يوه بې‌طرفه منځګړي پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.

دکتور عبدالباقي امين د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د هغې سروې ځينې مهمې پايلې هم د خپلو خبرو په پای کې اعلان کړې، چې د دې اوونۍ د تحليل په لومړي مطلب (کنفرانس: په هېواد کې د سولې بن‌بست او د حل لاره) کې مو ولوستلې.

انجنير محمد امين کريم:

د کنفرانس دويم ويناوال او د حزب اسلامي او افغان حکومت په خبرو اترو کې د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم بيا د سولې بهير د بريا لپاره د حزب اسلامي د سولې د تجربې په تړاو څرګندونې وکړې.

ښاغلي کريم وويل: «زموږ له نظره د دواړو لورو له‌خوا د سولې پر وړاندې څو عملي خنډونه شته دي او ترڅو چې دواړه لوري د کليشه‌يي شعارونو پر ځای د ټولنې ځينې عيني واقعيتونه، چې تراوسه انکار ترې شوی، ونه مني، د سولې بهير برياليتوب شونی نه دی.»

د حزب اسلامي او افغان حکومت په خبرو اترو کې د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم

ښاغلي محمد امين کريم لاندې څو ټکي د هغو واقعيتونو په توګه مطرح کړل، چې د سولې بهير د بريا لپاره يې منل دواړو لورو ته اړين دي:

لومړی؛ واقعيت دا دی، چې په جګړه‌ييز بحث کې د مقابل لوري، چې عمدتا د طالبانو تحريک دی، يو داسې تصور وړاندې کېږي، چې په هېڅ صورت يو عادي انسان له داسې چا سره د سولې غوښتونکی نه دی. د طالبانو ډله زموږ په مطبوعاتو او په هېواد کې د واکمنو سياسي ځواکونو له‌خوا يوه مزدوره، وحشي، ترهګره او غير افغاني ډله معرفي کېږي او ترڅو چې دا چلند، چې يو جنګي چلند دی او تر يوه بريده د درک وړ هم دی، موجود وي، په هېڅ صورت د سولې دروازه پرانېستل کېدای نه شي. موږ بايد دا حقيقت که خوشحاله وو که خفه، ومنو چې طالبان له عقيدتي، ټولنيز او طبقاتي پلوه د افغاني ټولنې يوه نه بېلېدونکې برخه او هغه فکري او تاريخي واقعيت دی چې انکار نه شي ترې کېدای، نه يوه بهرنۍ، مزدوره، وحشي او پردۍ ډله. د دغه اصل منل خپله موږ هغه لوري ته بيايي چې بايد د خپلو خلکو له يوه ټولي سره تفاهم ته ورسېږو.

دويم؛ واقعيت دا دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې، په افغانستان کې طالبانو د قدرت واګې په لاس کې لرله او د سپټمبر له پېښو سره بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل، د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ، قدرت يې هغه چا ته په لاس ورکړ، چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل وو او له هغوی سره يې ژوره دښمني لرله او تر نن پورې همغوی په واک کې دي. دا هم يو له هغو واقعيتونو دی، چې انکار نه شي ترې کېدای. په تېرو ۱۵ کلونو کې موږ د هغو هڅو شاهدان وو، چې د بهرنيو ځواکونو په مرسته خپل داخلي مخالفين او دښمنان محوه او له منځه يوړل شي. له دغه واقعيت سره به څه ډول ممکنه شي چې واکمن لوری، دې ته چمتو شي چې خپل مخالفين او دښمنان په قدرت کې ورشريک شي، د قدرت له انحصاره تېر شي او دې ته چمتو شي چې د سولې په بيه د قدرت يوه برخه د خپل ملت له يوې سترې برخې سره ووېشي!؟ ځکه نو په واک او ځواک کې انحصارګرايي هم د سولې پر وړاندې يو له مهمو خنډونو څخه شمېرل کېږي.

دريم؛ واقعيت چې طالبانو ته متوجه دی، دا دی چې په هېواد کې د اسلامي امارت د لرلو ادعا او هغه د يوې ابدي داعيې په توګه ګڼل، په هېڅ صورت په هېواد کې سولې ته لاره نه پرانيزي. طالبان زموږ د ټولنيز وضعيت او ملي او سيمه‌ييزو واقعيتونو په پام کې نيولو سره دا ادعا نه شي کولی، چې د دوی تحريک دې تر ابده د بلا منازع قدرت څښتن وي او هر څوک چې دوی ټاکي بايد د افغانستان بلا منازع رهبر وي. دا يوه غير واقعي ادعا ده.

څلورم؛ واقعيت هم دا دی، چې د طالبانو د تحريک له لوري د خپل مخالف لوري افراد، له بهرنيو ځواکونو سره د همکارۍ تر نوم لاندې، هغه که د دولت مامور وي يا پوځي وي، مباح الدم بلل او له ديني پلوه د هغوی وژل توجيه کول، د ديني تعاليمو او زموږ د ټولنې د عيني واقعيتونو خلاف دي. ترڅو چې تکفيري تصور موجود وي، دا جګړه به په همدې ډول روانه وي.

پنځم؛ واقعيت هم چې بايد د طالبانو تحريک يې ومني، د تغلب له مسئلې تېرېدل دي. پر تغلب اعتقاد (چې که د مسلمانانو يوې ډلې په زور قدرت ونيوه، د هغوی قدرت له ديني پلوه شرعي دی) يو غير ديني اعتقاد دی او د اسلام په تاريخ کې يوه عارضي مسئله ده.

ښاغلي امين کريم، دغه راز د حزب اسلامي د سولې تجربې ته په کتلو سره د څو نورو واقعيتونو پر منلو هم ټينګار وکړ:

لومړی؛ د ده په خبره موږ دې پايلې ته رسېدلي يو، چې د افغانستان اساسي قانون سره له دې چې ډېرې جدي ستونزې لري، د سيمې د هېوادونو په کچه يو مترقي اساسي قانون دی؛ خو بيا هم د دغه قانون بدلول بايد د ټوپک د ميلې له لارې ترسره نه شي.

دويم؛ واقعيت هم چې بايد ومنل شي، د دغې ټولنې هغه بڼه او هغه نظام دی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې دلته جوړ شوی دی. دا بايد ومنل شي، چې حکومت او دولت يوه انساني مؤسسه ده او بدلون يې هم د ټوپک د ميلې پر ځای بايد د خلکو د رايو د منلو له لارې وشي.

دريم؛ که موږ غواړو سوله وکړو، د افغانستان حکومت به د يوه تريخ حقيقت په توګه منو او په دې توګه به د بين‌الافغاني تفاهم له لارې، چې اداره او برخليک يې د افغانانو په لاس کې وي، خبرې اترې کوو. سوله له دښمن سره کېږي او هېڅ لوری داسې نه شي ويلی، چې زما دښمن به دا ځانګړنې لري.

څلورم؛ واقعيت دا دی، چې له ۲۰۱۴ کال راوروسته د بهرنيو ځواکونو تر ۹۰ يا ۹۵ سلنه زياته برخه چې په هېواد کې د جګړې اصلي انګېزه ده، له هېواده وتلي دي، چې د حزب اسلامي د خبرو اترو پيل هم له همدې ځايه سرچينه واخېسته. دا بدلون يوازې د کمي نه، بلکې د کيفي پلوه يې هم پراخ بدلونونه له ځان سره لرل، چې موږ ته يې لاره پرانېسته څو د سولې خبرې اترې پيل کړو. ځکه نو له ۲۰۱۴ کال راوروسته د جګړې ۹۹ سلنه قربانيان افغانان دي او تر ۹۰ سلنه زيات قربانيان يې بيا غيرنظامي افغانان دي. که موږ دا ادعا لرو، چې خپل ملت ته کار کوو، نه شو کولی چې بين الافغاني جګړه چې قربانيان يې افغانان دي، بهرنۍ جګړه وبولو.

پنځم؛ واقعيت هم چې بايد ومنل شي، دا دی چې د بهرنيو ځواکونو وتل بايد په خبرو اترو کې د پېش‌شرط په توګه نه، بلکې د هدف په توګه مطرح شي. ترڅو چې د بهرنيو ځواکونو وتل د شرط په توګه مطرح وي، د سولې شونتيا نه ليدل کېږي. نن ډېری هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ځواکونه لري، وايي چې که تاسو په خپل منځ کې سوله وکړئ، موږ چمتو يو دا هېواد پرېږدو. همدا راز طالبان خپل اهداف چې استقلال، جهاد او اسلامي حکومت دی، د خبرو اترو اصلي محور وګرځوي، نه د قدرت او وزارتونو او ولايتونو د وېش قضيه.

ښاغلي محمد امين کريم د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز له‌خوا د شوې سروې پايلې، د هغې سروې له موندنو سره سر خوري چې دوی د افغانستان په شمال کې د سولې او جګړې په تړاو  تېر کال کړې وه.

ملا عبدالسلام ضعيف:

د غونډې دريم ويناوال او په اسلام‌اباد کې د طالبانو د رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف په خپلو خبرو کې د سولې بهير د بريا پر لارو چارو خبرې وکړې. د ښاغلي ضعيف په وينا، که څه هم د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره بېلابېلو شخصيتونو او لورو کار کړی، خو لا هم عملا د داسې څه شاهدان نه يو چې په پايله کې يې په هېواد کې ارامي راغلې وای.

اسلام‌اباد کې د طالبانو د رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف

 د نوموړي په اند څو نکتې چې سولې د خبرو اترو د پيل لپاره اړينې دي، په لاندې ډول دي:

لومړی؛ يوه ستره ستونزه دا ستراتېژي ده، چې د ستونزې يو لوری هڅه کوي، بل لوری مغلوب کړي. د سولې لپاره هم دې ته ترجيح ورکول کېږي، چې له يوه قوي دريځه خبرې وشي. د قوي دريځ معنا دا ده، چې يو لوری به ځپل کېږي او بيا به په محکوم او محروم شکل د سولې خبرو اترو ته راځي. دا محکوميت او محروميت په دې معنا دی، چې دلته د عدالت پر ځای د زور خبره مطرح ده. نو ځکه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا د زور او وينې تويولو ناکامه ستراتېژي په داسې يوه ستراتېژي بدله شي، چې په حقيقت ولاړه او د خبرو اترو ستراتېژي وي. دا ټکی تر ډېره طالبانو ته متوجه نه دی، ځکه طالبان له ۲۰۰۱ کال راهيسې محکوم لوری دی او تر اوسه په محکوميت کې ژوند کوي. د هغوی کور وران شوی، له خپل کوره شړل شوي دي او په دې تحميلي جګړه کې طالبان داسې يوه حالت ته وړل شوي، چې وتل يې د هغوی په واک کې نه دي؛ ځکه نو هغه لوری چې ځان حاکم بولي او ځان د خلکو استازی بولي او ځواک ورسره دی، هغوی بايد لومړی ابتکار وکړي.

په اوسنۍ جګړه کې يو حقيقت دا دی، چې جګړه د داسې مافيايي کړيو په لاس کې ده، چې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې لري او هڅه کوي چې دا جکړه همداسې دوام ولري. خو پوځي ستراتېژۍ چې د لسګونه زره بهرنيو پوځيانو په شتون کې ناکامه شوه او اوس بيا نوې شوه، تېرې يوې نيمې لسيزې ثابته کړه، چې دا ستراتېژي ناکامه وه او به بيا هم ناکامه وي. سره له دې چې اوس وضعيت هم د پخوا په پرتله خراب شوی او د افغان حکومت حاکميت کم شوی دی. له همدې کبله د زور له لارې طالبان سولې ته اړ ايستل يوه ناکامه او غلطه هڅه ده او د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی. نو جنګي ستراتېژي د سولې ستراتېژۍ ته اړول به يو ښه پيل شي.

د ښاغلي ضعيف په وينا، په اوسني وخت کې د سولې د خبرو اترو د برياليتوب لپاره څو ګامونو ته، چې له مخکېنيو شرطونو پرته اوچت شي، کلکه اړتيا ده:

دويم؛ که غواړو د سولې خبرو اترو ته لاره هواره شي، باور جوړولو ته کلکه اړتيا ده. لومړی ګام به دا وي، چې د افغانانو يو داسې منځګړی ګروپ وګومارل شي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي او باور پرې وکړي او يوازې د افغانستان د خير لپاره کار وکړي، ترڅو د دواړو لورو نظرونه سره رالنډ کړي او بې‌باورۍ ته يوه بريده له منځه ولاړې شي.

دريم؛ يوه ستونزه چې د دواړو لورو له‌خوا شته ده، د يو بل په رسميت نه پېژندل دي. طالبان د افغانستان حکومت د يوه حکومت په توګه په رسميت نه پېژني. ځکه که هغوی دا حکومت په رسميت پېژني، نو بيا خو جګړه بايد ورسره ونه کړي، بلکې دوی فکر کوي چې دا د افغانانو استازی حکومت نه دی او دا د نورو په لاس کې دی او د هغوی په نظامي مرستو چلېږي. بالعکس افغان حکومت هم دا دريځ لري، چې طالبان هم د نورو په لاس کې دي. اوس هڅه دا کېږي، چې حکومت له طالبانو سره په داسې ډول خبره وکړي، چې طالبان يو ګروپ دی او حکومت يو قانوني حکومت دی او په دې دريځ خبرې کول طالبانو ته سخته ده. ښه به دا وه، چې دا د رسمياتو موضوع له نظره غورځېدلې وای او د بين‌الافغاني تفاهم له لارې باور جوړونه شوې وای.

څلورم؛ د يوه دريمګړي ګروپ له رامنځته کولو وروسته د طالبانو لپاره د يوه داسې ادرس په رامنځته کولو فکر وشي، چې د هغوی عزت پکې خوندي وي او د محکوميت او محروميت احساس ونه کړي او هغه ادرس مسؤوليت او صلاحيت هم ولري او دا ادرس د حکومت له‌خوا په رسميت وپېژندل شي.

ځينې داسې افواهات هم شته، چې طالبان په قطر کې دفتر لري. دا ناسمه خبره ده، طالبان دفتر نه لري. په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو دفتر د يوه ساعت لپاره پرانېستل شوی او بېرته تړل شوی دی او طالبان اوس هم داسې يو ادرس چې له لارې يې سياسي خبرې وشي، نه لري.

پنځم؛ سوله يوه اړتيا او يو حقيقت دی. که سوله په رښتيا غوښتل کېږي، نو د سولې نوم دې يوازې تر شعار او يوې پروسې پورې نه محدودېږي. معنا دا چې د سولې لپاره يو قانع کوونکی مېکانېزم موجود وي او پايله ولرلی شي. دا چې له دې او هغه لوري مو غوښتنه وکړه او له دې او هغه لوري سره مو وکتل، دا ټول د وخت ضايع کول دی. نو ځکه که سوله د يوې پروژې له شکله د يوې پروسې شکل ته واړول شي، ښايي پايله به ولري.

شپږم؛ مساويانه عدالت. يو څوک بايد په دې مغروره نه شي، چې له ما سره ځواک دی او پر مقابل لوري مې د دغه ځواک له لارې خپل فکر منم. ډېر داسې مثالونه شته دي، چې د بې‌عدالتيو له کبله ډېرو خلکو تحميلي جګړې ته مخه کړې ده.

اووم؛ يو بل تريخ حقيقت چې اوس توجيه کېږي، د بهرنيو ځواکونو حضور دی. حقيقت دا دی چې بهرنيو ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان بريد وکړ او تراوسه دلته حضور لري. تراوسه هوا د دوی په واک کې ده، قومانده د دوی په واک کې ده، وسله د دوی ده، پيسې د دوی او ستراتېژي هم د دوی ده. همدا اوس چې د ټرامپ جګړه‌ييزه ستراتېژي جوړه شوه، جګړه په هېواد کې ګرمه شوه، دا د چا انتخاب دی؟ ما ته د يوه افغان په توګه توپير نه لري، چې دلته ۱۰۰۰ تنه بهرنیان دي او که دلته ۱۰۰۰۰۰ بهرنيان دي، چې زما خپلواکي او حاکميت يې غصب کړي وي، دلته وينې تويوي، دلته زندان لري، دلته د خلکو په کورنو چاپه وهي، دا که سل دي که زر دي او يو لک دي، هېڅ توپير نه لري.

ترڅو چې دا حقيقت د يوه حقيقت په توګه ونه پېژندل شي، سوله ممکنه نه ده. نو ځکه هغه لوری چې پر بهرنيو ځواکونو اغېز لرلی شي، له هغوی سره خبرې وکړي، چې دوی بايد خپل مهالوېش معلوم کړي، چې دوی څه غواړي او تر څه وخته دلته پاتې کېږي. په هغو غوښتنو چې د دوی قانوني حق دی، خبرې وشي؛ خو دا چې په زور دلته پاتې کېدل غواړي، زه فکر کوم، له طالبانو سره خبرې به پايله ونه لري. ځکه دا يو اساسي عامل دی، که نن د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده کابل ته راشي او تسليم شي، هم دا ستونزه نه حل کېږي، که طالبان نه وي، بل څوک به جګړه کوي او دا وينې تويېدل به دوام پيدا کوي.

د ملت لپاره هم پکار ده، چې د سولې نوم عام کړي او له ټولنې دا غږونه په پراخ ډول راپورته شي، چې موږ سوله غواړو. په اوسني وخت کې درې واړه لوري (حکومت او متحدين يې، طالبان، ملت) کولی شي، د جګړې په درولو او سولې ته په لارې پرانېستلو کې رول ولوبوي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې اوس يوه ستونزه دا هم ډېره مهمه ده، چې ټول لوري د اوسنۍ ستونزې د حل کولو لپاره په خپلو خلکو باور نه کوي. طالبان هم بايد په خپلو خلکو باور وکړي، حکومت هم بايد په خپلو خلکو باور وکړي او ملت هم په خپلو خلکو باور وکړي.

محمد ناطقي:

د غونډې څلورم ويناوال او د ملي يووالي حکومت د سياسي هوکړه‌ليک پر تطبيق د څار کميسيون مشر محمد ناطقي هم له اوسني وضعيت څخه د وتلو پر لارو خبرې وکړې.

ښاغلي ناطقي، چې په ۲۰۱۵ کال کې له طالبانو سره د لومړنيو مخامخ خبرو اترو د پلاوي غړی و، د سولې په اوسني بن‌بست کې حکومت او طالبان دواړه پړه وبلل او د دواړو لورو د ملامتۍ په اړه يې خپل دليلونه وړاندې کړل.

د ملي يووالي حکومت د سياسي هوکړه‌ليک پر تطبيق د څار کميسيون مشر محمد ناطقي

 نوموړي طالبان ځکه د اوسني بن‌بست له کبله پړه وبلل، چې د ده په خبره، افغان حکومت نه له حزب اسلامي او نه هم طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کوم شرط اېښی؛ خو طالبان بيا د خبرو اترو لپاره له بده مرغه ډېر شرطونه ږدي او په خبرو اترو کې د طالبانو له لوري همدا سختي او شرطونه د دې لامل شوي، چې موخې ته ونه رسېږو او فرصتونه مو له لاسه ووځي.

د ده په وينا، د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۷مه مو د اسلام‌اباد په مري کې د څلورو ساعتونو لپاره د افغانستان د قضيې په تاريخ کې مخامخ د طالبانو له استازو سره وکتل او په خبره يې، هلته په لاندې څلورو مهمو ټکو بحث وشو، چې د اوسني بن‌بست لاملونه ښه ترې روښانه کېدای شي:

لومړی: د طالبانو لومړۍ خبره دا وه، چې بهرني ځواکونه بايد له افغانستانه ووځي. دا هغه وخت و، چې د بهرنيو ځواکونو ستره برخه له هېواده وتلې وه. موږ هغوی ته وويل، چې له ۱۳۰ زره بهرنيو سرتېرو څخه شاوخوا ۸ زره يې پاتې دي، يو ستر بدلون راغلی او که موږ هوکړې ته ورسېږو، دا به هم ووځي.

دويم: د طالب استازو دويمه خبره هم د اساسي قانون د بدلون وه. که څه هم جزئيات يې ونه ويل؛ خو موږ ورته وويل چې اساسي قانون څه اسماني وحيې نه ده او بدلېدای شي، مګر د هغو مېکانيزمونو په چوکاټ کې چې د دغه کار لپاره تعريف شوي دي، نه د ټوپک د ميلې په زور. د ټوپک په زور اساسي قانون نه بدلېږي، بلکې نظام نړېږي.

دريم: بله خبره يې هم د بنديانو وه، چې هماغه مهال په ولسمشر کرزي ډېرې نيوکې هم کېدې، چې له بګرامه يې ۶۰۰۰ بنديان خوشي کړي دي. ما هم د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر ته وويل، چې دا دی له بګرام زندانه ډېر بنديان خوشي شوي، نور به هم خوشي شي.

څلورم: د طالبانو د استازو څلورمه خبره د تور لېست وه او په دې اړه مو هم ورته وويل، چې دا مسئله هم په جريان کې او حل کېدونکې ده. د بنديانو او تور لېست خبرې، هغه موضوعات وو چې له حزب اسلامي سره په خبرو اترو کې هم مطرح وو او دا هغه موضوعات دي، چې د مېز په سر له بحث سره حل کېږي او د حزب اسلامي تجربه په دې برخه کې ډېره ملموسه ده.

په بل اړخ کې نوموړي ټينګار وکړ، چې د افغانستان قضيه نظامي حل لاره نه لري، يوه حل لاره لري، چې هغه د سولې او خبرو اترو لاره ده. د ده په خبره، پر نظامي تګلاره ټينګار د افغانستان له خلکو سره خيانت دی. په همدې حل لاره کې بايد انعطاف وشي او تر ټولو ډېر د افغانستان حکومت مسؤول دی، چې بايد واقعيتونه ومني او د طالبانو له اصلي لوري سره رغنده خبرو اترو ته لاره پرانيزي.

نوموړي د سولې په عالي شورا هم نيوکه وکړه ويې ويل: «دا شورا تر اوسه هم کومې پام‌وړ لاسته‌راوړنې نه لري او زه ګومان نه کوم، چې طالبان دې له دوی سره خبرې اترې وکړي. طالبان که خبرې هم کوي، د حزب اسلامي په څېر به مخامخ له حکومت سره خبرې کوي.»

محمد زمان مزمل:

د کنفرانس پنځم ويناوال او د سولې په هڅو کې فعال سياسي شخصيت محمد زمان مزمل د سولې پر وړاندې شته خنډونو او ننګونو په اړه وينا وکړه.

ښاغلي مزمل وويل، دا اوس چې په کندهار کې د حکومت لوړپوړي چارواکي د حکومت پر ضد غونډه کوي او په دې وضعيت خوشحاله نه دي، نور افغانان به څنګه له دغه وضعيته خوښ وي. د ده په خبره، د ملتونو مسائل يا يو بريالی رهبر يو طرفه کوي او يا هم يو ژوندی ملت؛ خو دلته ۱۷ کاله ناخوالې تېرې شوې، مګر لا هم ملت له جګړې کړېږي.

د سولې په هڅو کې فعال سياسي شخصيت محمد زمان مزمل

 ښاغلي مزمل وويل، که څه هم د سولې لپاره کار شوی؛ خو د سولې پر وړاندې ډېر خنډونه شته دي، چې مهم يې په لاندې ډول دي:

لومړی؛ مداخله او اشغال. په اوسني وخت کې د سولې ستر خنډ خپله بهرنيان او د دوی مداخلې دي، چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

دويم؛ يو حزبه حکومت. په تېرو حکومتونو او د جهاد پر مهال هم همدا ستونزه وه او اوس هم شته ده. د بېلګې په توګه، اکثريت مهم وزيران يوې درې ته ورکول او د عدالت له پامه غورځول، خپله جګړه زيږوي. جنګ طبيعي څيز دی او خلک خپله راپورته کېږي.

ګل رحمن قاضي:

د کنفرانس شپږم ويناوال او د سولې او نجات شورا مشر پوهاند ګل رحمن قاضي د سولې اړوند فرصتونو باندې خبرې وکړې.

د نوموړي په وينا، دا حقيقت بايد درک شي، چې دواړه لوري افغانان مري. په دغو خلکو زړه سوی پکار دی. هغوی چې جګړې ته لمن وهي، په جګړه کې خپلې ګټې لټوي، يا په جګړه کې خپل حاکميت ساتي، «دوی خو دې خپل زامن د جګړې ډګر ته ولېږي!».

د سولې او نجات شورا مشر پوهاند ګل رحمن قاضي

 نوموړي په  ټينګار سره وويل، چې حکومت د سولې لپاره قطعا تګلاره نه لري او سوله هم نه غواړي. وسله‌وال مخالفين هم د سولې لپاره تګلاره نه لري؛ خو توپير يې دا دی، چې د سولې لپاره سياسي اراده لري. ځکه هغوی په ډېرو ناخوالو کې واقع دي او حکومت بيا د هغوی په پرتله په ډېر غوره وضعيت کې دی. په دې منځ کې يوازې ملت په حقيقي معنا سوله غواړي.

ښاغلي قاضي زياته کړه، د ټولنې د نخبه پاړکي وجيبه ده، چې راپاڅي او سولې ته کار وکړي. د زور او بهرنيو پروژو تجربه ناکامه ده، بهرنيان دغه ملت ته سوله نه راولي. که سوله د بهرنيانو په ګټه وای، ډېر مخکې به دلته سوله راغلې وه.

د ده په وينا، په اوسني وخت کې د سولې لپاره زيات فرصتونه شته دي؛ خو داسې يو وخت به هم راورسېږي، چې د يوې غونډې جوړولو فرصت به هم نه وي.

ښاغلي ګل رحمن قاضي وويل: «يو نيم کال مخکې موږ طالبانو ته قطر ته ورغلو او په ډېرو څيزونو موافقې ته ورسېدو. د يوه نيم کال له تېرېدو سره، د ملي وحدت حکومت لکه څرنګه چې د سولې د هر بل خوځښت پر مخ يې دروازه بنده ده، زموږ پر مخ يې هم دروازه بنده شوه. د ده په خبره، ترڅو چې سوله افغاني نه شي او يو افغاني منځګړی، چې هېڅ امتياز ونه غواړي، رامنځته نه شي، دا قضيه نه حل کېږي.»

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د