نړۍ

پاکستاني ژورناليستانو دولتي غونډو سره پريکون اعلان کړ

نن ټکی اسيا: د پاکستاني ژورناليستانو فيدراسون پر حامد مير له وسلوال بريد څخه وروسته د دولتي غونډو او پروګرامونو سره پريکون اعلان کړی.
دغه فيدراسون د يو لاريون له لارې ټول هيواد کې د حامد مير ملاتړ او د وسلوال بريد غندنه وکړه.
د پاکستاني ژورناليستانو د فيدراسون لخوا په يو خپاره شوي پريکړه ليک کې راغلي، چې تر هغو به له دولتي غونډو او مجلسونو سره د دوی پريکون وي، چې تر څو د حامد مير دښمنان بريدګر نه وي نيول شوي.
د پاکستاني ژورناليستانو فيدراسون او د مدني ټولنې غړيو د اسلام اباد پريس کلب کې د حامد مير په ملاتړ غونډه وکړه.
د راولپينډۍ د ژورناليستانو د اتحاديې مشر علي رضوي و ويل، چې دوی خپل علامتي احتجاج وکړ او تر شپږو ورځو به په هيڅ دولتي غونډو او مجلسونو کې ګډون نه کوي.
رضوي زياته کړه، چې د دوی هيڅ غړی به پارلمان، سنا او د کابينې د غونډو خبرونه نه خپروي.
د سماء تلويزون يوې نطاقې عاصمه شيرازي مظاهرې ته و ويل، چې ځينې رياستي ادارې نه غواړي، چې ژورناليستان دې پر ځينو حساسو لکه د بلوچستان او داسې نورو مسايلو خبرې وکړي.
د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې د حامد مير په ملاتړ مظاهره کوونکو و ويل، چې بايد د دې پيښې بې پرې څېړنه وشي او د پيښې عاملين دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x