افغانستان

د بهرنیو ځواکونو ۳۳۵ اډې افغان لوري ته سپارل شوې

نن ټکی آسیا: له بهرنیو ځواکونو نه د نظامي تاسیساتو او اډو د انتقال کمیسیون چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې د بهرنیو پوځيانو ټولټال ۳۳۵ اډې او قرارګاوې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

له بهرنیو ځواکونو نه د تاسیساتو د انتقال کمیسیون رئیس امین حبیبي د ملي امنیت شورا په نوبتي غونډه کې وویل، چې تر اوسه پورې د آیساف او ناټو ځواکونو ۳۳۵ بېلابېلې اډې افغان لوري ته سپارل شوي دي.
د دغې ناستې په اړه د ارګ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ملي امنیت شورا د یاد کمیسیون د ګزار ش له اورېدلو وروسته پرېکړه وکړه، چې د سپارل شویو تاسیساتو د لاخونديتوب او ساتنې لپاره د ملي اردو او پولیسو په تشکیلاتو کې لازمه پاملرنه او نور زیاتوالی راولي.
د هېرولو نه ده، چې د بهرنیو ځواکونو د ماموریتونو له بشپړېدو او د ۲۰۱۴ کال له رانږدې کېدو سره جوخت ، د افغانستان په ګوټ – ګوټ کې بهرني عسکر د خپلو تاسیساتو او قرارګاوو په پرېښودلو او نړولو پیل کړی، چې د شنونکو او د عیني شاهدانو په اند داسې ډېر کم موارد تر سترګو کېږي، چې بهرنیانو دې خپل تاسیسات جوړ او په سمه توګه افغان لوري ته پريښي وي، بلکي زیاتره یې بېرته په خپلو مټو نړولي او ویجاړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x