افغانستان

هلمند: د اردو ۱۲۹ تنه عسکر قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ۲۱۵ میوند قول اردو پوځي مسوولین وايي په هلمند کې يې پر بېلابېلو جرمونو ککړ منسوبین قضايي ارګانو ته ور پېژندلي دي.

د دې قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی وايي د هلمند د تېرو کلونو د نا امنیو په تړاو يې ۱۲۹ تنه د اردو عسکر قضايي او عدلي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

جنرال احمدزی وايي دغه پوځي منسوبین پر وظیفوي غفلت تورن دي او دا غفلت د هلمند د نا امنیو سبب شوی دی.

د نوموړي په وینا له سپارل شویو عسکرو نه اتلس تنه د لښکرګاه مرکزي زندان کې زندانيان دي.

هلمند چې نږدې د کال په ټولو فصلونو کې د سختو جګړو شاهد وي، د نا امنۍ یو علت يې د پوځي منسوبینو تر منځ نه همغږي هم بلل شوې ده.

هلمند کې دغه پوځي چارواکی په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو اړوند پورته څرګندونې کوي، چې د هرات پوځي چارواکو بیا د ملي اردو یو عسکر د غلا په تور نیولی دی.

د هرات د امنیت د امر په قول دغه عسکر د غلو د یوې ډلې مشري کوله چې خلک يې په ښار کې لوټل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x