نظــر

زموږ د لومړۍ قبلې د ژغورني تمه له چا څخه؟

عبدالمالک همت

د اسلامي هيوادونو له مشرانو او د دوی د ملاتړو او پيروانو څخه، لوی دي، که کوچني، چي په ښکاره او يا پټه د امريکې د ګټو خوندي کوونکي او ملاتړي دي زموږ د لومړۍ قبلې د ژغورني تمه بې ځايه ده، له دوی څخه دا هيله هيڅ مه کوئ. د دغو مشرانو د ګټو خوندي کولو او اړتيا وو دوی اړ کړي دي چي د امريکې سره خو حتمي اړيکي وپالي او د اسرائيلو سره هم څه ښکاره او ډېري پټي اړيکي له ډېر پخوا څخه لري.. په دې هکله لاندي کرښي ښه رڼا اچوي:

د اسرائيلو او عربي هيوادونو د اړيکو کيسه د دښمنۍ او کرکو داستان دى. د اسرائيلو د حکومت له پيله تر ١٩٧٨م.کال پوري د دواړو تاريخ د بشپړ نفرت او مخالفت تاريخ دى. خو تر دې وروسته دا تاريخ د جزوي دښمنۍ تاريخ ګڼل کيږي.

په ١٩٤٨م.کال د اسرائيلو د اشغالي حکومت د جوړېدو سره سم د عربو او اسرائيلو تر منځ جګړه وسوه. بله جګړه يې د سويز کانال پر مسئله وسوه، چي يوې خواته يې مصر وو او بل لوري ته يې اسرائيل او د دوى اتحاديان برتانيه او فرانسه وه. درېيم جنګ په ١٩٦٧م.کال وو چي شپږ ورځي وغځېد او د مصر، سوريې او اردن وسله وال ځواکونه د اسرائيلو سره وجنګېدل، خو پايله دا سوه چي اسرائيلو د اردن د سيند لوېديزي څنډي، د غزې تراډه، د سينا صحرا او د جولان څوکي ونيولې. خو د دې سره سره وروسته د اسرائيلو او عربو تر منځ د سولي او امن خبري پيل سوې.

په ١٩٧٨ کال د مصر او اسرائيلو تر منځ د کمپ ډيوډ تړون لاسليک سو.چي په پايله کي يې اسرائيلو له مصر څخه نيول سوي سيمي ورخوشي کړې. په ١٩٩٣م.کال د فلسطين د آزادۍ سازمان پي ايل او او اسرائيلو تر منځ د اوسلو تړون لاسليک سو. چي له مخي يې اسرائيلو څه فلسطيني سيمي خوشي کړې. خو پر پاته سيمو يې تر اوسه خېټه اچولې ده. په ١٩٩٤کال د اردن او اسرائيلو ترمنځ د دوستۍ او امن تړون لاسليک سو. په دې توګه تر ١٩٧٨کاله پوري د اسرائيلو او عربي هيوادونو ترمنځ د دښمنۍ او مخالفت فضا واکمنه وه او د ١٩٧٨ کال تر دمخه پوري د دوى ترمنځ د اړيکو او سولي حالت او کيفيت نه وو رامنځ ته سوى.

د اسرائيلو سره د عربو د اړيکو ټينګولو کيسه په ظاهره په دغه ډول ده. خو د عربو او اسرائيلو د اړيکو دغه انځور پر حقيقت باندي نه دى ولاړ. په حقيقت کي د دوى ترمنځ پټي اړيکي او روابط تر دې تاريخ ډېر دمخه پيل سوي دي. د ١٩٦٧کال تر جګړې وروسته چي اسرائيلو د فلسطينيانو پر سيمو ولکه ټينګه کړه، نو يو زيات شمېر فلسطينيان اردن ته کډه سول. په اردن کي د فلسطين د مهاجرو د پنډغالي ترڅنګ د فلسطيني ګوريلاوو کمپ هم وو. چي د مصر د جمال عبدالناصر، سوريې او شوروي اتحاد له خوا يې ملاتړ کېدى. په دې ډول فلسطيني ګوريلاوو د خپلي خاوري د آزادۍ په موخه د اردن له هيواده پر اسرائيلو بريدونه کول.

د فلسطين په ګوريلايي تنظيمونو کي د اسرائيلو جاسوسان هم وه. چي اسرائيلو ته به يې د دغو ګوريلايي تنظيمونو د بوختياوو په هکله اطلاعات ورکول او هغو به د دوى د تکلونو او بريدونو څخه د ژغورني لپاره وړ اقدامات کول. دغه راز دغه معلومات د اردن پاچا ملک حسين ته هم رسېدل. دا له دې امله وو چي سره د دې چي د دې دوو هيوادونو ترمنځ نه سفارتي اړيکي ټينګي وې او نه حکومتي، بلکي د دواړو ترمنځ څرګنده دښمني وه، خو بيا هم دوى په ځينو مسايلو کي د يو بل سره مرستي کولې. د دې لامل فلسطينيان وه. اسرائيل خو د دوى خلاف وه، خو د اردن حکومت هم په خپله ځمکه کي دومره زيات شمېر مهاجرو ته د پناه ورکولو مخالف وو. د ګټو دغه اشتراک د دواړو هيوادو حکومتونه سره نژدې کړل. او اسرائيلو چي جاسوسي شبکې يې ډېري فعالي وې، د فلسطيني ګوريلاوو له موخو او پروګرامونو څخه په خبرېدو سره نه يوازي دا چي د هغو له ډېرو بريدونو څخه ژغورل کېدل، بلکي ځيني اطلاعات به يې د اردن حکومت ته هم ورکول او هغه به يې هم خوشالاوه.

دغو اسرائيلي جاسوسانو د دواړو حکومتونو تر منځ په داسي برياليتوب سره اړيکي ټينګي کړي وې چي په پټه يې د اسرائيلو د بېلو بېلو مشرانو سره د ملک حسين د ليدنو کتنو لاري چاري هم برابري کړې. له دغو ليدنو څخه ډېري يې د لندن په کنسټانټين نومي ځاى کي د دوى په سفارتونو کي چي دواړه يو د بل په ګاونډ کي موقعيت لري تر سره سوې. يومهال چي امريکا پلوي ملک حسين ته اندېښنه پيدا سوه چي کېداى سي وسله وال فلسطيني ګوريلايان د ده واکمنۍ ته خطره سي او په دې کار کي ښايي د سوريې حکومت ( چي د شوروي ملاتړ ورسره وو) د دوى مرسته وکړي، نو اسرائيلو ملک حسين ته ډاډ ورکړ چي که داسي موکه راسي اسرائيل به د سوريي د پوځ پر ضد لاس په کار سي.

اردن د فلسطيني مهاجرو او ګوريلاوو څخه د بېغمه کېدو په موخه، د ١٩٧٠م.کال په ستمبر کي د هغو په خلاف په عملياتو ګوتي پوري کړې. دغه عمليات د ” تور ستمبر د عملياتو“ په نامه مشهوره سول. د دې عملياتو په بهير کي د اردن سره د اسرائيلو جاسوسانو مرسته کول. په داسي حال کي چي د دې عملياتو څارنه او مشري د يوه بل مسلمان هيواد پاکستان د پلاوي په مشري ورغلي يوه پوځي برېګډېرکول. دغه برېکډېر جنرال محمد ضياء الحق د ١٩٢٤م.کال د اګست پر ١٢مه د پنجاب په جالندر کي وزېږېد. پلار يې محمد اکرم نومي د انګرېزانو په وسله وال پوځ کي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کول. لومړنۍ زده کړي يې د شملې له ښوونځي څخه ترلاسه کړې. وروسته يې په ډيلي کي د انګرېزانوله سنټ سټيفن کالج څخه ليسانس ترلاسه کړ.

په ١٩٤٣م.کال د انګرېزانوپوځ ته شامل سو. په دوهمه نړيواله جګړه کي يې د انګرېزانو په پوځ کي په برما، ملايا او اندونيزيا کي دندي تر سره کړې. کله چي پاکستان جوړ سو پاکستاني پوځ ته شامل سو. بيا يې په ١٩٦٣ او ١٩٦٤ کلونو کي د امريکې د لوړو پوځي زده کړو(ارکان حربۍ) په پوهنځي کي لوړي زده کړي ترلاسه کړې. د ١٩٧٦کال د اپريل په لومړۍ نېټه د پاکستان پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو د پوځ د رئيس ارکان په توګه وټاکى. ( په داسي حال کي چي د پاکستان په پوځ کي پنځه تنه داسي جنرالان وه چي په رتبه او سابقه تر ده دمخه وه). بيا هغه وو چي په ١٩٧٧م.کال يې منتخب لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو له واکه راوپرځاوه، خپل پوځي حکومت يې رامنځ ته او بوټو يې اعدام کړ. بيا تر يوولسو کالو واکمنۍ وروسته په ١٩٨٨کال په هواکي د الوتکي د چاودني په پېښه کي ووژل سو.

لکه چي په الجزيره نیټ کي وايي : د جان ګونټر ډين په نامه يوه لوړپوړي امريکايي ديپلومات په خپل کتاب کي څرګنده کړې ده چي د ضياء الحق او د امريکې د سفير ارنولډ رافيل (او يوه امريکايي جنرال هربرت واسوم ) د سپرلۍ د الوتکي په منفجر کولو کي د اسرائيلو د جاسوسۍ شبکې موساد، د امريکې سي آى اې او هندي استخباراتو لاس درلود. ځکه دغه درېواړه هيوادونه له جنرال ضياء الحق څخه بېرېدل او ورته څرګنده سوې وه چي ضياء الحق پاکستان د ” اسلامي اټومي بم “ خاوند کوي. دغه راز ډين ته د څېړنو په پايله کي څرګنده سوې ده چي د اسرائيلو او امريکي د استخباراتو د امريکايي سفير سره هم نه وه جوړه.

خلاصه د ” تور ستمبر د عملياتو“ په پايله کي تر پنځه دېرشو زرو زيات فلسطينيان شهيدان سول. تر دې تورو عملياتو وروسته زيات شمېر فلسطينيان له اردن څخه لبنان او نورو عربي هيوادونو ته مهاجر سول او هلته يې مهاجر کمپونه او د ګوريلايي جګړې مرکزونه پرانيستل. په دې توګه د اردن د حکومت په نسبت د فلسطينيانو په زړونو کي د کرکو او غچ اخيستنو اورونه بل سول. د دې ظالمانه عملياتو په ياد فلسطينيانو د ” بليک ستمبر“ په نامه د جګړه ييزو چارو يوه ډله جوړه کړه چي د فلسطينيانو د عام وژني د غچ اخيستلو په موخه يې په ١۹٧١م.کال د قاهرې په شيريټن هوټل کي د اردن لومړى وزير واصفي طال په ګوليو وواژه. موساد سره د دې چي د دغي ډلي له دې تکل څخه يې خبر درلود د دې بريد په شنډولو کي ناکامه سو. چي بيا په اسرائيلو کي په دې هکله ټينګي نيوکي وسوې. دغي ډلي يو کال دمخه د جرمني د مونشن په ښار کي د اولمپيک د لوبو پر مهال د اسرائيلو د اتلتيک د ټيم نهه تنه غړي وتښتول او ويې وژل.

په دې توګه که څه هم د اسرائيلو او اردن تر منځ د دوستۍ او امن رسمي تړون په ١٩٩٤م.کال لاسليک سو، خو په حقيقت کي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي څو لسيزي دمخه پيل سوي وې، د کومو چي د پټو پاته کېدو ناکامه کوششونه کيږي.

د مصر او اسرائيلو ترمنځ د ولسمشر جمال عبدالناصر په وختو کي هيڅ اړيکي نه وې ټينګي سوي. خو دا کار د ده تر مړيني وروسته پيل سو. دا د ١٩٧٠ د لسيزي د منځ خبر ده. ځينو عربو د مصر د ولسمشر انور السادات د وژلو پلان جوړ کړ. موساد ته د هغه د يوه اجينټ په ذريعه له دې پلانه اطلاع ورکړه سوه، او موساد د مصر حکومت ته ورسول. مصري حکومت د موضوع څېړنه وکړه او د توطیې ګډون کوونکي يې ونيول. څنګه چي د انورالسادات ژوند وژغورل سو له اسرائيلي حکومت څخه ډېر خوښ سو. لکه چي تر دې وروسته د سادات او د اسرائيلو د لومړي وزير ميناحيم بيګن تر منځ لومړۍ ليدنه وسوه. چي ورپسې په کمپ ډيوډ کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ او امن د تړون په لاسليکولو منتج سوه.

سادات له وژلو څخه د ژغورني له امله له اسرائيلو څخه زيات خوشاله وو او د ممنونيت د ولولو پر بنسټ يې د هغو سره دوستي پيل کړه. خو هغه بيا هم ونه ژغورل سو او تر دې پېښي څو کاله وروسته د مصر د ملي ورځي د لمانځلو په ترڅ کي د پوځي پرېډ د لېدلو پر مهال په ګولۍ ووژل سو.

په دې توګه اوس مصر او اردن د اسرائيلو سره د امن او دوستۍ تړونونه هم لري او دوستانه اړيکي هم ورسره ساتي. خو د دوى ترمنځ دا اړيکي هغه مهال هم وې چي په ظاهره سره دښمنان وه او د دې دوو عربو هيوادونو له خوا د اسرائيلو پر ضد له مخالفته ډک، تند او اورني بيانونه هم ورکول کېدل او د اسرائيلو د پوپنا کولو د هوډ څرګندونه يې هم کول.

د سعودي عربستان په اړه به دا ووايو چي له لويه سره دغه هيواد د انګريزانو له خوا د ملک عبدالعزيز لپاره په جګړو، چلونو او سياسي لاسوهنو جوړ سوی دی. سعودي واکمنه کورنۍ له هماغه پيله تر اوسه د انګرېزانو او امريکايانو سره کلکه ملګرتيا لري.( په دې اړه ما په خپل ليکلي کتاب ز موږ د قبلې تاريخ کي ښه رڼا اچولې ده. د سعودي عربستان او اسرائيلو د پټو اړيکوپه باب د(https://www.al-sharq.com/news/details/506295 ) ويبپاڼه وايي چي سعودي او اسرائيلو له ډېر پخوا څخه پټي اړيکې لرلې او د دوی اړيکي د ايران سره د دښمنۍ او مقابلې له امله نه بلکي د دواړو هيوادونو د واکمنو او لوړو چارواکو د ګټو د خوندي کولو او د انګريزانو او امريکې په اشاره وې او دي.

دغه ويبپاڼه ليکي: داسي اسناد تر لاسه سوي دي چي کله په ۱۹۲۲ ع.کال د انګريزانو د استازي پرسي کوکس (Sir Percy Cox) په منځګړيتوب د ”العقير“ په غونډه کي د سعودي او عراق هيوادونو ترمنځ پولي تثبيتېدلې سعودي واکمن ملک عبدالعزيز پرسي کوکس ته ليکلی تعهد وسپاره او اقرار يې پکښي وکړ چي دی هر ډول چي برتانيه وغواړي یهودو يا نورو ته د فلسطين د ورکولو په اړه هيڅ ممانعت نه کوي.

بيا په ۱۹۳۹ع.کال د لومړي ځل لپاره ملک فيصل چي هغه مهال د سعودي د بهرنيو چارو وزير وو په لندن کي د يهودو د هغه پلاوي سره وکټل چي د فلسطين د قضيې په اړه جوړ سوی وو.

داسي هم ويل کيږي چي اسرائيل له ډېره مهاله په رياض کی پټ سفارت هم لري. او اوس خو يې نو دادی دغه پټي اړيکي علني او ښکاره سوې.

ګرانه لوستونکې !

نن د پيل په غوږ کي د بيدېدو مهال نه دی او په هيچا باور هم نسته. زموږ له هيواد څخه نيولې د نړۍ په زياترو هيوادونو کي امريکايانو د خپلو استخباراتو تورجالونه غوړولي دي او مسلمانان پکښي را ښکېلوي. نو ډېر احتياط په کار دی:

ای بسا ابليس آدم رو که هست

پس به هر دستي نبايد داد دست.

ګورئ په پوشالي او پردي پالو او کفر پلوو واکمنو او پيسه پالو پسي هر څوک او په هره جامه کي چي وي ولاړ نه سئ، دغه خلک مو هم دادنيا در خرابوي او هم هغه دنيا. رهبر هغه بويه چي پر اسلام، هيواد او خلکو سر ږدي، وګورئ که دغسي کسان وي نو پر راټول سئ او ملاتړ يې وکړئ او د نورو ټګمارانو سره د دوستۍ او پيروۍ اړيکي سمدستي وشلوئ. الله ته هيله سته چي دغسي خلک لومړی موږ او بيا د نړۍ نور مسلمانان د طاغوتانو له شره وژغوري. او دا الله ته ډېر آسانه کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
oooo

همت صیب الله دِي جنتونه درکړي، ډیر خوږ قلم دي دی. دزړه تل درته تل دعاکوم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x