fbpx

ننګرهار: په هوايي بريدونو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه هوايي بريدونو په ترڅ کې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اريانانيوز د راپور له مخې، د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دواړه بريدونه د يادې ولسوالۍ مربوط د ډاګه ناصرخېلو په سيمه کې نن ماذيګر مهال ترسره کړي دي.

راپور زياتوي، په لومړي بريد کې هغه دوه ورونه په نښه شوي، چې په خپل پټي کې يې خشاوه کوله او عام کليوال دي.

دوهم بريد په ياده سيمه کې په يوه کور شوی، چې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ګڼو ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې دمه افغان او يا امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما په خپل تازه راپور کې وويل: چې د تېرو شپږو مياشتو راهيسي د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه زيات شوي چې له کبله يې د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم درې برابره ډېره شوې ده.

وخت ناوخت د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، خو په افغانستان کې ميشت د امریکايي ځواکونو قومندانۍ ملکي خلکو ته د تلفاتو اړولو څخه انکار کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د