افغانستان

کندهار: ارغستان ولسوالۍ کې څلور پوليس وژل شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې د دوی ملګرو پرون غرمه د کندهار ولايت ارغستان ولسوالۍ سپينې ګاري سيمه کې دپوليسو پر ګزمه وسلوال برید کړی، چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي دي.

خبر زياتوي، چې پوليس سپینې ګاري سيمه کې په ګزمه راوتي وه، چې، طالبانو پرې بريد وکړ او څلور واړه ځای پر ځای و وژل شول.
د يادونې وړ ده، چې، کندهار له هغو ولايتونو څخه شمېرل کيږي، چې د ولايت او د ولسواليو له مرکزونو پرته ډېری سيمې يې د طالبانو په لاس کې دي.
د کندهار ولايت چارواکو تر اوسه د پيښې په اړه څه ندي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x