د ابن تیمیه رح و شخصیت ته معتدله کتنه

لیکنه: رحمت الله نړیوال

شیخ الاسلام ابن تیمیه رح زموږ د تاریخ یو له هغه شخصياتو نه دی، چې په اړه یې خلک د افراط و تفریط ښکار دي، د نوموړي د ځینو نظریاتو او ځینو فقهي تفرداتو لامله ځینو همعصرو ګمراه بللی، له همدې امله یې په وار وار د محبس ستونزي و کړاوونه هم ګاللي، چې اخر یې مرګ هم همالته را منځ ته شوی، بل اړخ ته بیا د نوموړي ځیني پلويان د دوی په پلوي و دفاع کې دومره له حده تېر شوي، چې لامله یې د امت ستر ستر شخصيات غندني او بد پسې وایي.

حقیقت دا دی چې ابن تیمیه رح په علم و شرف، زهد وتقوی، اخلاص و للاهیت کې کمساری و، یوې خوا ته که عالم و، بل طرف ته ستر مجاهد و، د وخت د حکمرانانو مخې ته بنیان مرصوص و، الله ج ورته د قوي حافظې تر څنګ د وعظ و بیان ملکه او روان قلم هم ور کړی و، چې دیني خدمات او تصنيفونه یې ساحل نه لرونکی سیند دی.

کوم چې پر نوموړي د مجسمه وو یا مشبهه وو د عقیدې تور پوري کیږي، هغه هم د محققينو علماوو په نزد تش خيالات دي. پاتې شو د نوموړي فقهي تفردات، نو یو خو د علماوو یوې ټولۍ نوموړی مجتهد بللی، او بل تفردات خو د بېخي ډېرو علماوو شتون لري، بیا به هغوی پسې هم موږ بد وایو؟

دا چې نور زه خپل نظر درسره شریک کړم، غوره ګڼم چې د نوموړي په اړه د ځینو محققینو علماوو نظرونه درته غورچاڼ کړم.

راځئ له دوی یې واورو.

ملا علي قاري رح د نوموړي او دده د شاګرد ابن قیم په اړه داسي وایي: دوی د اهل سنت و جماعت له اکابرینو او د دې امت له اولیاء نه و. (جمع الوسائل ۱/۳۰۸)

مولانا ادریس کاندهلوي رح په تعليق الصبیح کې د ملا علي قاري رح نه داسي توري نقلوي: ابن تیمیه رح د تشبیه و تعطیل له هغو تورونو پاک دی، کوم چې پري جهیمه دښمنانو لګولي دي………….(۴/۳۸۸)

شاه ولي الله محدث دهلوي رح وایي:

له ابن تیمیه رح سره زموږ عقیده ده، موږ د ده د حال تحقیق کړی دی، دی په قرآن او د هغه په شرعي و لغوي معانیوو پوه دی، د نبي علیه السلام د احادیثو د سلفو د آثارو حافظ دی………..څوک چې څه پسې وایي هغه د نوموړي د علم لسمې ته نه دي رسېدلي. (تاریخ دعوت و عزیمت ۲/۱۷۹.۱۸۰)

ابن کثیر رح وایي:

ابن تیمیه و ابن قیم رحمهماالله د تفسیر او د تفسیر اړوند مسایلو امامان دي، د فقه عارفین دي، ویل کیږي چې د خپلې زمانې له فقهاوو لوی فقیه و، حافظ حدیث و، د صحیح و کمزوري حدیث تر منځ فرق کوونکی و. (البدایه والنهایه۱۴/۱۳۷)

د علامه ذهبي رح قول د تاریخ کبیر په حواله شذرات الذهب کې داسي منقول دی: هر حدیث چې ابن تیمیه رح نه پېژني هغه حدیث نه دی.(۶/۸۲)

شيرعلي شاه مدني رح وایي:

په حقیقت کې هغوی لوی عالم و، مجاهد و، د مجتهد درجه کې و………….لیکن د حيرت خبره دا ده چې ډېر علماء یې په اړه نادره نادره فکرونه لري. (شېر علي شاه کې درسګاه میں ص ۱۶۶)

افسوس چې ځیني افراطیان او سخت دريځي یې له غندنې بلکې له ښکنځلو هم نه منع کیږي، داسي الفاظ ورته کاروي چې د یوه ادنا مسلمان په حق کې یې هم کارول جواز نه لري، الله دي داسي کسانو ته هدایت وکړي.

اقول قولي هذا، و ما علیَّ الا البلاغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د