یهود په خپل لاس د ځان لپاره کنده کني !!

محمود افغان …

زموږ پر خپل سپځلي تاریخ ایمان دی ، د الله پر کلام او د نبي علیه السلام پر حدیثو مو ایمان دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یو داسي ارشاد فرمایلی ، چې په دې حالاتو کې د مسلمانانو لپاره يو مشعل راه دی ، هغه صلی الله علیه وسلم فرمایې :

« قيامت به تر هغه نه راځي تر څو چې مسلمانان له يهودو سره ونه جنګيږي، مسلمانان به يې وژني، تر دې چې يهوديان به د ډبرو او ونو شا ته پټيږي، نو ډبره او ونه به وایي چې: ای مسلمانه، ای د الله بنده! زما شا ته يهودي پټ دی، راسه مړ يې کړه …». صحيح مسلم ، باب لا تقوم الساعة حتى يمر الرجل بقبر الرجل : 4/2239 ، الرقم : 2922 .

د فلسطین زمکه یو عامه زمکه نده ، فلسطین د سلګونو انبیاوو ټاټوبی دی ، دا زمکه د برکت زمکه ده ، د قرآن کریم په ډیرو آیاتو او د رسول الله په بې شمیره حدیثو کې ورته اشاره سویده ، څوک چې په ژوند کې یو ځل هم د قرآن کریم او یا حدیثو مطالعه وکړي ، هغه به کله هم فلسطین او بیت المقدس هیر نکړي .

دا د ابراهیم علیه السلام مدفن دی ، له دغه ځایه زموږ پیغمبر اسمانو ته د معراج تاریخي سفر کړی ، دلته مسلمانانو په سونو کلو حکومت کړی ، څنکه په له یاده وايستل سی !!

ټيټي زوري به ضرور راځي خو حقایق به کله هم بدل نسي ، د نولسمې پيړۍ په پای کې کله چې خلافت عثماني د کمزورۍ پر لور روان و ، یهودو لږ ساه واخیسته او د یو حکومت جوړلو تکل يې وکړ ، د دنیا له مختلفو علاقو نه يې بې ځایه او بې کوره یهود را جمع کړل ، فلسطین ته راغلل ، هلته يې غصبونه شروع کړل .

کله چې د لومړني نړیوال جنګ په پایله کې عثماني خلافت نسکور سو ، انګریزانو فلسطین اشغال کړ ، یهودو له دغه فرست نه په استیفادي او د امریکې او اورپايې حکمرانانو په مرسته پر دې وتوانېدل چې بیت المقدس باندي خپلي ناروا منګولي خښي کړي .

خو یهود به کله هم د ارام ساه وا نخلي !! ځکه هغوی په دې حقیقت ډیر له پخوا پوه ول ، چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره دومره اهميت لري، څومره چې مکه معظمه او مدينه منوره يې ورته لري، بيت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده .

لکه څرنګه چې د عمر فاروق رضي الله تعالی عنه او بیا د ستر فاتح صلاح الدین ایوبي په دور کې مسلمانانو د زمکي د کرې دغه شریر قوم سرکوب کړ ، همداسي د مسلمانانو په صفو کې تاریخ سازه اتلان د تل لپاره موجود وي ، مسلمانان په دې پوهيږي چې زموږ حکمرانان خرڅ سوي دي ، له هغوی توقع له مایوسي نه پرته بله معنا نلري ، هغوی په پيسو ، قدرت ، شرابو او فحاشیو مست دي ، نه خپل ځان پېږني او نه هم خپل ایمان او نه هم د اسلافو لاره !!

د مسلمانانو لپاره بله لاره نسته ، ځکه د سولي نارې خو همدغه یهود او د یهودو سرلاري وهي ، خو موږ ته الله رب العزت لا ډیر پخوا را پېژندلي دي ، چې وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11) أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ (12) . البقرة

ژباړه : کله چې وهغوی ته وویل سي ، چې په زمکه کې فساد مه کوئ ، دوی وایې په یقین سره موږ سوله غوښتونکي یو ، خبرادار !! همدوی فسادګر دي ، خو دوی پوهيږي نه .

البته : د مسلمانانو د نجات او د بیت المقدس د ازادي یواځنۍ حل لاره دا ده ، چې مسلمانان پر خپل دین سره راټول او یو دریز ونیسي ، په دې کې د حکومت ګډون هیڅ اړین ندی ، دوی به ماتیږي ، ځکه یهود د دنیا بزدل ترین قوم دی ، کله چې مقاومت ووني نور نو (تاریخي تجربه ده) میدان پريږدي .

د یهودو د او یهودو د همنوا و ، افعال او اعمال پر داسي لور روان دي ، چې د دوی په آند کېدای سي تر بل هر وخت په مثبت اړخ روان وي ، خو الله رب العزت فرمايې : هغوی (اهل کتاب) اراده لري ، چې د الله نور په خپلو خولو سره مړ کړي ، خو الله نه خوښه وي مګر دا چې پوره کړي خپل نور . سورة التوبة : 32 آیة

د مسلمانانو د زغم حوصله نوره ختمه ده ، په سوریه ، عراق ، افغانستان صومال ، سوډان حرمینو د دنیا په هر ځای کې وټکول سول ، د خپلو کورو نه بدر سول ، بنديخاني ورباندي ډکي سوې ، تر کله به دا زغم وي ؟؟ بالآخیر به یو ورځ داسي راځي چې د دغو شریرو یهودو به لاس په لاس مقابله کیږي ، هلته به ان شاء الله د نبي علیه السلام پورتنی حدیث ټکی په ټکي تطبیق سي ، هره ډبره او پوټی په دا نارې وهې چې اې مسلمانه !! راسه زما تر شا یهودي پټ دی ، ويې وژنه .

ما ذلک علی الله بعزیز

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ستاسی د لیکنی سره سل په سلو کی منطقا او جبرا هم موافق یم چه تاسی له ځانه نه له قرانه ماخذونه رااخستی او د لمړ په شان څرګنده تیر شوی تاریخ مو رااخستی خو د کومی برخی سره چه یی زه توافق نه لرم هغه دا چه دا هغه دوره نه ده چه مونږ به یهود مات کړی وی یهود چه چیری پټیږی هغه کانی او پوټی به چیغی وهی چه یهود دلته پت شوی. برخلاف اوس دوره کی سرچپه حالات دی یهودان د خپل زور او بریالیتوب په اوج… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم.که څه هم زه د اسلامی امارت په هکله ډېری ترخې او تېرې پوښتنی لرم خو: د اللّه ج حکمت په همدې کی دی چه لومړی خپل دښمن ته نهائی ظاهری قدرت او زور ور وبخښی او وروسته ئې قارون غوندی په غوماشه له پښو غورځوی. بل عرض می دادی چه د قرآن یوه له سترو معجزاتو څخه داده چه د تاریخ په بیان کی کاملاً صداقت لری، دا چه موږ په دې عقیده یو چه د قرآن ستر تفسیر خپله ” زمانه” ده نو پدې هم باید معتقد اوسو چه د نن ورځی د یهودو سلطه همدا د… نور لوستل »

ځوانمرد قصاب
میلمه
ځوانمرد قصاب

نو ورشه ویې وژنه، عام خلک ولې پرې ور مستوې؟ ستاسو خو همدا کار دی چې له عامو خلکو خره جوړ کړۍ او بیا ورباندې سپاره شۍ. ستا دې خبرو ته هیڅ اړتیا نشته. که خوند درکوي نو ورشه ورسره وجنګیږه چې په سینه کې د اسراییلو یو راکټ وخورې او د شهادت مبارکۍ ته دې درشم. بله دا چې بیت المقدس په لمړي ځل د نړۍ خوړونکي ښامار (امریکا) له لوري په د اسراییلو د پلازمېنې په حیث په رسمیت و پیژندل شو او دا ټول جنجالونه د همدې خبیثې امریکا له لاسه را پورته شول، حال دا چې… نور لوستل »