افغانستان

کندوز کې د کمپیوټري پاسپورټونو د توزیع لړۍ پیل شوه

نن ټکی آسیا: د کندوز ولایت چارواکي خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د کمپيوټري پاسپورټونو د توزیع لړۍ پيل شوه.
د کندوز د پولیسو د قوماندان غلام مصطفی محسني په خبره، د شمال زون په کچه د لومړي ځل لپاره د کندوز پر اوسېدونکو ۲۰۰ نوي کمپيوټري پاسپورټونه وویشل شول.

نوموړي یو شمېر مراجعینو ته په وینا کې وویل، چې د دې قومندانۍ د پاسپورټ مدیریت د دې ډول پاسپورټونو د توزیع لپاره بشپړ چمتووالی لري او د کندوز اوسېدونکي کړای شي، چې بې له کومې ستونزې یې د قانوني بیې په ادا کولو د یوې اونۍ په اوږدو کې خپل نوي پاسپورټونه ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د کمپيوټري پاسپورټونو توزیع له تېر کال راهیسې پيل شوې او تمه ده چې د روان کال په بهیر کې به د کمپیوټري تذکرو د وېش لړۍ هم پيل شي.
ګڼ شمېر افغانان چې د ډول-ډول کړاونو له کبله هره ورځ پر ګاونډیو هېوادونو سربېره نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته مخه کوي، په هېواد کې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو پر مهال له ستونزو او زیاتو لګښتونو سر ټکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x