زنا ته مه نږدی کیږئ !

zinaالحمد لله کفی وسلام علی عباده الذین الصطفی .

سریزه
نن موږ په پښتو کی په مختلفو برخو کی پریمانه لیکنی لرو له موضوعی اوځانګړولیکنواو مضامینو پرته نن په مختلفو ویب پاڼو لکه پښتو بحث فورمونو، فیس بوک اونورو کی زموږ لیکوالان او ډیر پوهه کسان مختلف بحثونه کوی او خورا ډیر څه لیکی خو له بده مرغه چی موږ په پښتو

کی لا ډیر اساسی او مهم شیان نلرو او خصوصا په دینی برخه کی خو دا کمی بیخی زیاته ده آبله ورځ په فیس بوک کی زما یو ملګری راته وویل چی په اروپا او نوروسیمو کی ډیرۍ

ځوانان په ځینی اخلاقی بیلاریو اخته دی او دخبرو په جریان کی زما ملګری دبیلګی په توګه دزنا یادونه وکړه چی په دی لعنتی اخلاقی ناروغی بیخی زیات خلک اخته دی، په اخر کی دی نیکمرغه ځوان راته وویل چی که په دی اړه کوم دینی مالومات وی زما وال ته یی را ولیږه باور وکړئ چی دپښتو ټولی ویب پاڼی می وپلټلی خو په دی اړه می هیڅ پیدا نکړل اخر می خپله اراده وکړه چی څه ولیکم.

زنا ته مه نږدی کیږئ !

دمسلمان له پاره ترټولو لوی لارښود دالله سپیڅلی کتاب دی او له هغه وروسته نبوی حدیث قران کریم د زنا دممانعت په اړه له حکمته ډکه لارښودنه کړی ده قران مسلمانانو ته امری کوی چی زنا ته مه نږدی کیږئ ! ځکه زنا ډیره لویه ګناه ده او ډیره بده لاره ده دقرانکریم الفاظ دادی :

ولا تقربوا الزنى إنه كان فاحشة وساء سبيلا

دلته دقرانكريم له حكمته ډكو جملوته یوڅه تم کیږو په قرانکریم کی د شرک ،غیبت، ظلم او نورو ګناهونوپه اړه الله جل جلاله مستقیما له هغی ګناه نه دمنعی امر کړی دی لکه ولاتشرکوا یعنی تاسو شرک مکوئ ! ولایغتب بعضکم بعضا یعنی تاسو دیوه بل غیبت مکوئ ! ولا تظلموا یعنی ظلم مکوئ !

خو دزنا په اړه الله جل جلاله وایی ولا تقربوا الزنی : تاسو زنا ته مه نږدی کیږئ !

داسی یی ونه ویل چی : ولا تزنو ا یعنی زنا مکوئ ! بلکی ویی ویل ولاتقربوا الزنی یعنی زناته مه نږدی کیږئ !

دزنا په اړه قرانکریم داسلوب ددی تغیر په اړه مفسرین لیکی چی داسی ځکه شوی دی چی په دی سره مطلب دادی چی یواځی زنا نه بلکی هغه ټولو اړوند کارونه چی دزنا لامل اوسبب کیږی هغه ټول حرام دی لکه له نامحرمی ښځی سره یواځی کیدل یا بی ضرورته خبری ورسره کول یا لکه په نیټ کی چی نن سبا له پردیو ښځو سره خبری کیږی داراز ښکلول یا پردیو ښځو ته کتل یا یی انځورونه او عکسونه کتل او نور هغه اسباب چی زناته سړۍ را کاږی هغه ټول حرام دی.

امام مسلم بن الحجاج القشیری په خپل صحیح کتاب القدرکی له حضرت ابوهریره رضی الله عنه نه یوحدیث روایت کړی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی :بنیادم ته دزنا برخه لیکل شوی ده هغه به خامخا بیامومی دواړه سترګی زنا کوی او دسترګو زنا نامحرمو ښځوته کتل دی ،غوږونه دواړه زنا کوی او دغوږونو زنا اوریدل دی یعنی دنامحرموښځو بی ضرورته خبری اوریدل،اودواړه لاسونه زنا کوی او دلاسونو زنا نیول دی ، اودواړه پښی زنا کوی او دپښو زنا تګ دی یعنی له نامحرمو ښځو سره یاهغوی ته ورتګ ،اوپه زړه کی دزنا خواهش او مینه پیداکیږی او دانسان تناسلی غړی هغه رښتیا کوی یا یی دروغ کوی .

په عربی کی دحدیث متن په لاندی ډول دی :

أخرجه مسلم في ” كتاب القدر ” عن سهيل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :

{كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا ، مدرك ذلك لا محالة ، فالعينان زناهما النظر ، والأذنان زناهما الاستماع ، واللسان زناه الكلام ، واليدان تزنيان وزناهما البطش ، والرجلان تزنيان وزناهما المشي ، والقلب يهوى ويتمنى ، ويصدق ذلك الفرج ، أو يكذبه .

دزنا په اړه یوتفصیلی حدیث :

حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم دبشریت مهربانه اوستر لارښوددزنا په اړه ډیری له حکمته ډکی لارښوونی کړی دی تاسو په دی لاندی حدیث کی دهغه هوښیاری او مهربانی ته ځیر شي چی یوځوان په څومره ښکلی توګه له زنا نه منعه کوی !! سره له دی چی هغه ځوان نور خلک رټی او غوسه ورته کوی خو دی یی له ځانه سره کینوی او په مستقیمه توګه نه ورته وایی چی زنا مکوه بلکی له دی ستر جرم او لویی ګنا ه نه دمنعه کولو له پاره هغه ته یوه مقدمه پیل کوی چی په هغه کی ده ته دا وښیی چی زنا څومره بده لاره ده او څومره بده ګناه ده اوپه اخر کی یی دیوه مهربانه پلار په څیر پر اوږه لاس ږدی او دعا ورته کوی امام احمد له حضرت ابوآمامه رضی الله عنه نه روایت کوی لومړۍ دحدیث متن را اخلو :

وقد قال الإمام أحمد حدثنا يزيد بن هارون حدثنا جرير حدثنا سليم بن عامر عن أبي أمامة أن فتى شابا أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال : يا رسول الله ائذن لي بالزنا فأقبل القوم عليه فزجروه وقالوا : مه مه فقال ” ادنه ” فدنا منه قريبا فقال ” اجلس ” فجلس فقال ” أتحبه لأمك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأمهاتهم قال ” أفتحبه لابنتك ” ؟ قال لا والله يا رسول الله جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لبناتهم قال ” أفتحبه لأختك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأخواتهم قال ” أفتحبه لعمتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لعماتهم قال ” أفتحبه لخالتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لخالاتهم قال فوضع يده عليه وقال ” اللهم اغفر ذنبه وطهر قلبه وأحصن فرجه ” قال فلم يكن بعد ذلك الفتى يلتفت إلى شيء .

ژباړه : یوځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویی ویل : یارسول الله ماته دزنا اجازه راکړه !

مخکی له دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځواب ورکړی خلکو سپک کړ او بد رد یی ورته وویل او ورته ویی ویل : چوپ شه داڅه وایی ؟!

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ماته رانږدی شه ! او ورنږدی شو هغه ورته وویل کینه او هغه ځوان درسول الله صلی الله علیه وسلم خواته کیناست او ورته ویی
ویل : ایا ته دا خوښوی چی څوک ستا له مور سره زنا وکړی ؟هغه ځوان وویل : الله می دی له تا قربان کړی په خدای سوګند چی نه یی خوښوم . رسول الله ورته وویل چی نور خلک هم دا نه خوښوی چی څوک یی له مندو سره زنا وکړی .
بیا یی ورته وویل چی ته دا خوښوی چی څوک دی له لور سره زنا وکړی ؟هغه ورته وویل : الله می دی له تا قربان کړی نه والله نه یی خوښوم . هغه وویل چی هیڅوک دا نه خوښوی . بیا رسول الله ورته وویل : ایاته دا خوښوی چی له خور سره دی څوک زنا وکړی ؟ هغه ځوان وویل : خدای می دی له تا قربان کړی والله که یی خوښوم .
هغه وویل : هیڅوک دا نه خوښوی چی له خوندو سره یی څوک زنا وکړی .
بیا رسول الله ورته وویل : ایا ته دا خوښوی چی له عمی سره دی څوک زنا وکړی ؟
هغه وویل : خدای می دی له تا قربان کړی والله نه یی خوښوم . رسول الله وویل : هیڅوک دا نه خوښوی چی له عمه ګانو سره دی څوک زنا وکړی .
بیا یی ورته وویل : ایا ته دا خوښوی چی له خالی سره دی څوک زنا وکړی ؟هغه ورته وویل : خدای می دی له تا قربان کړی نه والله که یی خوښوم .
هغه وویل هیڅوک هم دا نه خوښوی چی له خاله ګانو سره دی څوک زنا وکړی .
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه پر وږه لاس کیښود اوداسی دعا یی ورته وکړه : ای الله دده ګناه معاف کړه ! او دده زړه پاک کړه ! او دی له زنا وژغوره !
وروسته بیا دا ځوان دومره برابر شو چی دزنا لوری ته یی هم نه کتل .

تاسو دی حدیث شریف ته ځیر شئ ! دلته له زنا نه ددی ځوان د منعه کولو له پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره ستر او له حکمته ډک اسلوب کار ولی دی !!
لومړۍ خو دا ځوان دومره ناخبره و چی دعامو خلکو په منځ کی یی له رسول الله نه دزنا اجازه غوښتله خو دخلکو دترټنی په منځ کی د ستر پیغمبر غوره او مهربانه چلند هغه دومره متاثر کړ چی له هری خبری سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایی جعلنی الله فداک یعنی خدای می دی له تانه قربان کړی !!
اوهغه رسول الله دزنا بدی ته په ډیره حکیمانه توګه متوجه کړ هغه داسی چی مور ، لور، خور، عمه او خاله په هر انسان ګرانی وی نو یو انسان چی له کومی ښځی سره زنا کوی هغه به حتما دچا مور یا لور یا خور یا عمه یا خاله وی نو دا انسان خو ددی خپلوانو له پاره هیڅ کله نه خوښوی چی څوک دی زنا ورسه وکړی نو بیا دبل چا په حق ولی تیرۍ کوی ؟او دنورو له خپلوانو سره ولی زنا کوی ؟

ابن کثیر په خپل تفسیر کی دابن ابی الدنیا نه یو روایت را اخلی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : له شرک نه وروسته بله دومره لویه ګناه نشته لکه په ناروا رحم کی چی انسان خپله نطفه واچوی یعنی زناکول له شرک نه وروسته ترټولو لویه ګناه ده

دزنا په اړه او دزنا د بدی او خرابی په اړه په قرانکریم کی نور ایتونه هم شته او په نبوی حدیثو کی دومره زیات تفصیلات پراته دی چی که په دی اړه دا لیکنه وغځوو نو یو پوره کتاب به تری جوړ شی خو متاسفانه چی موږ ډیر کمزوری یو او په دی اړه له ډیری سستی نه کار اخلو موږ ته چی الله جل جلاله څه راښوولی دی مسلمانانو ته دهغو په رسولو کی بیخی پاتی یو الله دی بښنه راته کوی او له علماو نه می دا هیله ده چی په دی اړه اودنورو اخلاقی مفاسدو په اړه لیکنی وکړی .
له بده مرغه زموږ ډیرۍ لیکوالان په دی هڅه کی وی چی خپلو لوستوالو ته عجیب او نادر مالومات وړاندی کړی او یادا چی اختلافی موضوعات وڅیړی ولی په پښتو کی بیخی ډیر مهم سترموضوعات تږی پاتی دی او په ډیر اساسی موضوعاتو چا هیڅ نه دی لیکلی.

ليكنه: وزیر حامد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.