شعـــــرونه

د عطا محمد بیباني تازه طنزیه غزل

نه دي رایه په ښه درغله نه ووټ

په ځخستا وشوړېدلې لکه بوټ

د کابل د ښار اتل سي په چورتو کي

چي بې ننګه سړی کښېني پر کموټ

چي عزت او کرامت یې سو پایماله

و هجرت لره مجبوره سو پیلوټ

د رنځور وړې سلګۍ په غوږو اوري

خو ډاکټر لا وي لګیا په کرمبوټ

اعتبار یې سي را کښته لکه صفر

چي سړی دوه نمبره سي لکه نوټ

موږ په هغو وزیرانو باندي ویاړو

چي و تیښتي تې ساتلی وي پاسپوټ

«بییاني» ټنګر سړی ؤ چي مامور سو

اوس یې خیټه سوه درنه لکه اوګوټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x