
هلمند: د خانشين ولسوالۍ د استخباراتو مدير و وژل شو
نن تکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې د هلمند ولايت خانشين ولسوالۍ د استخباراتو مدير سره له درې ملګرو وژل شوی دی.
احمدي د خپلو نظامي ملګرو له قوله ليکلي، چې، پرون يکشنبه ماذديګر شاوخوا پنځه بجې د يادوې ولسوالۍ د استخباراتو د مدير په موټريز کاروان وسلوال بريد کې د استخباراتو مدير نقيب الله سره له درې ساتونکو و وژل شو.
خبر زياتوي، چې نقيب الله سره له خپلو ملګرو د خانشين ولسوالۍ نبي څاه سيمې سره روان وه، چې طالبانو پرې وسلوال بريد وکړ او نقيب الله يې سره له درې ساتونکو ځای پر ځای و واژه.
د ښاغلي احمدي له قوله، طالبانو د نقيب الله ټوډي ډوله موټر او نورې سپکې او درنې وسلې ځان سره وړي دي.
د هلمند ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.