د نن سرلیکنه

ټاکنیزه هنګامه ولي د چوپتیا په لور روانه ده؟ – سرمقاله

که څه هم چې پرون د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوځل بیا د اچول شویو رأیو قسمي پایلې اعلان کړې ،خوپه مجموع کې د دې پروسې د نهايي پایلو له ګونګتوب څخه داسې ښکاري لکه ټاکنیز لوبغاړي اوعام رایه اچوونکي چې د ټاکنو له پایلو زړه ماتي او مایوسه وي؛ځکه ترټاکنو له مخه هم انتخاباتي نوماندان او هم د هغوی پلویان د ټاکنو پر بهیر دومره ورګرم ول چې آن پر مرګ یې هم پروانه کوله او دغه پروسه یې د افغانستان د نجات او د هغه د ټولو لاینحله لانجو یواځینۍ حل ګڼله.

په کابل کې د امریکاسفیر او د یوناما استازی د ټاکنیزو سیالیو تر نوروکمپاینرانو ډیر زیات سرګرمه او د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون د ټاکنو تر پیلیدو له مخه هغه یوه بریالۍ پروسه وبلله.

خو د ټاکنو تر پیلیدو وروسته یو په یوه د هغو په اړه ذهنیت تغیروکړ اود کاندیدانو او پلویانو لوالتیاتر دې کچې را ټیټه شوه چې خپله دوی یې دمخالفت او مقابلې هڅې پیل کړې .

ځینو کاندیدانو ټاکنې له تقلبه ډکې وبللې ، ځینو یو بل پر درغلیو تورن کړل او ځینو یې د رایو ناسم اعلانول د ولس د رايو بي احترامي وبلله. د دغو کاندیدانو له جملې څخه یوهم ګل آغاشیرزوی وه چې په ښکاره یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي په خیانت او عدم استقلال تورن کړل او رسنیوته یې وویل چې په کندهار کې د خلکو ډېری رايې سوځول شوي اويا تشنابو نوته غورځول شوي،چې دی به یې د درناوي په موخه تر خپله وسه دفاع کوي او دخلګو د قانوني حق د تلف کیدو پوښتنه به کوي.نوموړي داهم وویل چې ارګ ناستي د ټاکنو کميسون د پوليسو په څیر کاروي او هیڅ ډول خپلواکي نه لري.

کله چې تر ټاکنو وروسته، په ټولنيزو رسنيو، فيسبوک او ټويټر کې په ټاکنیز بهیر کې د درغليو او سرغړونو په زیات شمیر عکسونه، ويډيوګانې او نورو معلومات خپاره شول نو د عامو خلګو هم د هغوی پرتقلب باور پوخ ، او پردې وپوهیدل چې د دوی اچول شوې رايي د ټاکنیزو کاندیدانو او حکومتي چارواکو ترمنځ د سازشونو او ایتلافونو ښکار شولې.

اوس چې دټاکنو د پایلو تر بشپړ اعلانولو مخکي ځیني د ایتلافي حکومت جوړول او ځینی نور د امریکایانو په دستور د لنډمهالې ادارې جوړولو طرحې وړاندې کوي دا کار نور هم د ټاکنیزې پروسې په بي اهمیتي او په عین وخت کې د هغې پرتخریبولو دلالت کوي او دا هغه څه وه چې ډیری شنونکو یې لا له وړاندې پیشبیني کړې وه چې د هیواد داشغال په صورت کې د انتخاباتو په شمول هیڅ طرحه هم د افغانانو ستونزوته مثبت ځواب نشي ویلای.

نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x