دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام بوحنیفه وصیت – (۱۱) – د ناروغ پوښتنې اداب

حامد افغان

د ناروغ پوښتنې اداب

د ناروغ پوښتنې د ثوابونو په اړه په تېره لیکنه کې په تفصیل سره خبرې وشوې، باید پام مو وي چې د ناروغ د پوښتنې دا لوی ثوابونه هغه خت ترلاسه کولی شو چې دا پوښتنه مو له شرعي ادابو سره برابره وي او که برابره نه وه ناروغ ته به مو د خیر په ځای بد او تکلیف رسولی وي او ثواب به مو عذاب ګرځيدلي وي، د ناروغ د پوښتنې اداب او شرعي طریقه دلته را اخلو:

1- مناسب وخت:

د ناروغ په پوښتنه کې باید پوښتونکی د ناروغ حالت په دقیقه توګه په نظر کې ونیسي او د پوښتنې له پاره مناسب او ښه وخت غوره کړي او که یو څوک ناروغ شي سمدستي یې پوښتنه ونکړي باید څه ځنډ وروسته یې پوښتنې ته ورشي، او نه باید ډیره وځنډول شي، انس بن مالک رضي الله عنه وابي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دری ورځې وروسته د ناروغ پوښتنې ته ورتلو، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ:كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لاَ يَعُودُ مَرِيضًا إِلاَّ بَعْدَ ثَلاَثٍ.أخرجه ابن ماجة (1437) والبیهقي في شعب الایمان. که څه هم د دې حدیث په سند کې ستونزه شته خو ملا علي القاري رحمه الله وایي چې د ډیرو لارو لامله یې یوڅه قوت موندلی دی او بل د ناروغ پوښتنه یوڅه ځنډول په کار ده. او د ناروغ د پوښتنې په باره کې د ناروغ د خوراک، ارام او خوب مهالونه باید په نظر کې ونیول شي.

2- د ناروغ د حال پوښتنه:

د ناروغ پوښتونکی باید د خبرو پیل د ناروغ د حال په پوښتنه وکړي، او دا پوښتنه باید لنډه او مختصره وي، محمود بن لبید وایي: د خندق په غزا کې چې سعد ټپي شو او د ولاړیدا نه و د رفیده نومي یوې ښځې خواته یې ورووړ هغې به د ټپیانو درملنه کوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې بیګا مهال په هغه تیریدی وبه یې پوښته: ورځ مو څنګه وه؟ او په سهار کې به یې ورته ویل: شپه مو څنګه وه؟ او هغه به حال ورته وويلې. عَنْ مَحْمُودِ بْنِ لَبِيدٍ ، قَالَ: لَمَّا أُصِيبَ أَكْحَلُ سَعْدٍ ، يَوْمَ الْخَنْدَقِ ، فَثَقُلَ ، حَوَّلُوهُ عِنْدَ امْرَأَةٍ ، يُقَالُ لَهَا : رُفَيْدَةُ ، وَكَانَتْ تُدَاوِي الْجَرْحَى ، فَكَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم إِذَا مَرَّ بِهِ ، يَقُولُ : كَيْفَ أَمْسَيْتَ ؟ وَإِذَا أَصْبَحَ : كَيْفَ أَصْبَحْتَ ؟ فَيُخْبِرُهُ. أخرجه البُخَارِي ، في الأدب المفرد1129 . له حدیث نه معلوميږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سعد رضي الله عنه د ناروغي پوښتنه په لنډه توګه کوله.

3- ناروغ دمول او هغه ته دعا کول:

ناروغ ته د صحت دعا کول سنت طریقه ده دا راز ناروغ دمول او هغه ته معلوم دمونه ورښوول هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم طريقه ده هغه به صحابه کرامو ته دمونه او رقیه ورښووله، دا ضرور نده چې لوی علماء به خلک دموي یا به معلوم دمګري خلک دموي هر مومن کولی شي ځان او بل مسلمان ناروغ دم کړي په دې اړه لاندي څو حدیثونه را اخلو:

1) انس بن مالک رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله ناروغ ته ورغی ورته وبه یې ویل: أَذْهِبِ الْبَأْسَ ، رَبَّ النَّاسِ ، اشْفِ أَنْتَ الشَّافِي ، لاَ شَافِيَ إِلاَّ أَنْتَ ، اشْفِ شِفَاءً لاَ يُغادِرُ سَقَمًا. یعني دخلکو پالونکیه! ناروغي لري کړه، شفا ورکړه ته شفا ورکوونکی یې، له تا پرته بل څوک شفا نشي ورکولی، داسي شفا ورکړه چې ناروغي ختمه کړي. عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ؛ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا دَخَلَ عَلَى الْمَرِيضِ ، قَالَ : أَذْهِبِ الْبَأْسَ ، رَبَّ النَّاسِ ، اشْفِ أَنْتَ الشَّافِي ، لاَ شَافِيَ إِلاَّ أَنْتَ ، اشْفِ شِفَاءً لاَ يُغادِرُ سَقَمًا. أخرجه أحمد 3/267(13859. والنَّسَائِي ، في “عمل اليوم والليلة” 1042 .

2) عباده بن الصامت رضی الله عنه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغي پوښتنې ته ورغلم، هغه په دومره سخت درد او تکلیف کې و چې یواځي الله جل جلاله یې د درد په سختي خبر و، بیا ماښام ورغلم او هغه ډیر ښه شوی و، ورته ومي ویل: زه سهار درته راغلی وم ته سخت په تکلیف وې او ماښام راغلم ته ښه شوی یې، هغه راته وویل: ای د صامت زویه! جبريل علیه السلام دم کړم او له هغه سره روغ شوم، هغه کلمات تاته در وښیم؟ ما ورته وویل: هو، هغه وویل: بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ مِنْ كُلِّ شَىْءٍ يُؤْذِيكَ مِنْ حَسَدِ كُلِّ حَاسِدٍ وَعَيْنٍ بِسْمِ اللَّهِ يَشْفِيكَ. هرشي چې تاته تکلیف درکوي له هغه نه دي د الله په نوم دموم د هر حسد کوونکي له حسد نه او له بدو سترګو، الله دي شفا در نصیب کړي. عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ:دَخَلْتُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَعُودُهُ وَبِهِ مِنَ الْوَجَعِ مَا يَعْلَمُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى بِشِدَّةٍ ثُمَّ دَخَلْتُ عَلَيْهِ مِنَ الْعَشِىِّ وَقَدْ بَرِئَ أَحْسَنَ بُرْءٍ فَقُلْتُ لَهُ دَخَلْتُ عَلَيْكَ غُدْوَةً وَبِكَ مِنَ الْوَجَعِ مَا يَعْلَمُ اللَّهُ بِشِدَّةٍ وَدَخَلْتُ عَلَيْكَ الْعَشِيَّةَ وَقَدْ بَرِئْتَ فَقَالَ يَا ابْنَ الصَّامِتِ إِنَّ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ رَقَانِى بِرُقْيَةٍ بَرِئْتُ أَلاَ أُعَلِّمُكَهَا قُلْتُ بَلَى قَالَ بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ مِنْ كُلِّ شَىْءٍ يُؤْذِيكَ مِنْ حَسَدِ كُلِّ حَاسِدٍ وَعَيْنٍ بِسْمِ اللَّهِ يَشْفِيكَ.أخرجه أحمد 5/323(23139) و”النَّسَائي” في “عمل اليوم والليلة” 1004.

3) عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هر مسلمان چې د ناروغ پوښتنه کوي او د هغه نیټه نه یې پوره شوې او اووه ځله ووایي: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ. یعني لوی الله ته سوال کوم چې د لوی عرش څښتن دی چې هغه دي شفا درکړي . نو الله به صحت ورکړي. عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُ قَالَ:مَا مِنْ عَبْدٍ مُسْلِمٍ يَعُودُ مَرِيضًا لَمْ يَحْضُرْ أَجَلُهُ فَيَقُولُ سَبْعَ مَرَّاتٍ أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ إِلاَّ عُوفي.أخرجه أحمد 1/239(2137) والتِّرْمِذِيّ” 2083 و”النَّسائي” في “عمل اليوم والليلة” 1045.

4) عثمان بن ابي العاص رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی په بدن کې یې د کوم ځای له درده شکایت کاوه، هغه ورته وویل: کوم ځای چې دي درد کوي په هغه ځای لاس کیږده او دری ځله بسم الله ووایه، او اووه ځله دا کلمات ووایه: أعوذ بالله وقدرته من شر ما أجد وأحاذر. جاء عثمان بن أبي العاص إلى النبي يشكوه وجعا في جسده فقال له: ضع يدك على الذي يألم من جسدك وقل: بسم الله ثلاثا وقل سبع مرات أعوذ بالله وقدرته من شر ما أجد وأحاذر. رواه مسلم 14/189 .

5) عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه ناروغ کوچي پوښتنې ته ورغی، دی وایي: رسول الله به چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی ورته ویل به یې: لاَ بَأْسَ طَهُورٌ إِنْ شَاءَ اللَّهُ، یعني پروا نه کوي که د خدای خوښه وه دا ناروغي ګناهونه پاکوي، کوچي ورته وویل: ته وايې پاکوونکې ده، نه نه دا اېشیدونکې تبه ده، مشر سپینږیری یې نیولی دی او قبر ته یې رسوي، رسول الله ورته وویل: نو ښه. عَنْ عِكْرِمَةَ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ – رضى الله عنهما – أَنَّ النبي صلى الله عليه وسلم دَخَلَ عَلَى أعرابي يَعُودُهُ – قَالَ – وَكَانَ النبي صلى الله عليه وسلم إِذَا دَخَلَ عَلَى مَرِيضٍ يَعُودُهُ فَقَالَ لَهُ لاَ بَأْسَ طَهُورٌ إِنْ شَاءَ اللَّهُ قَالَ قُلْتَ طَهُورٌ ، كَلاَّ بَلْ هي حُمَّى تَفُورُ – أَوْ تَثُورُ – عَلَى شَيْخٍ كَبِيرٍ ، تُزِيرُهُ الْقُبُورَ. فَقَالَ النبي صلى الله عليه وسلم فَنَعَمْ إِذًا. أخرجه البخاري 4/246(3616) و”النَّسائي” 7457 ، وفي عمل اليوم والليلة 1039.

نور بیا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x