دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام بوحنیفه وصیت – (۱۹)

حامد افغان

هغه اسباب چې د خلکو مینه راجلبوي

1- خلکو ته اهمیت ورکول او د هغوی په ښو او خیر کې حرص کول، په دې سره له سړي سره د خلکو مینه زیاتیږي او د مسلمانانو د خیر له پاره حریص اوسيدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له غوره صفتونو یو صفت دی، قرانکریم د رسول الله د صفتونو په لړ کې وایي: حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ، [التوبة: 128]، یعني په تاسو حریص دی په مومنانو نرم او مهربانه دی، امام القرطبي رحمه الله وایي: ستاسو د هدایت، توبې او حق ته د رجوع کولو حریص دی. تفسير الطبري، 6/ 522. د مومنانو د خیر او ښو حرص لرل دې ته وایي چې له سړي سره مسلمانانو ته د هر ډول ګټې رسولو فکر او اندېښنه وي که هغه دنیوي ګټه وي او که د اخرت ګټه وي، ابن کثیر رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې همدا خبره داسي کړې ده: “أي على هدايتكم و وصول النفع الدنيوي والأخروي إليكم”، تفسير ابن كثير، 2/ 531.

نن سبا په عامه توګه دیني پوهان او د خلکو نور خواخوږي ډیری یې د خلکو د اخرت او دین او ایمان لورته متوجه دي او د خلکو د دنیا ستونزو او نورو دنیوي چارو ته ډیره کمه توجه کوي، او بل لورته بیا ځیني هغه خلک دي چې ځانونه “مدني فعالان ” بولي دوی د خلکو د اخرت په کیسه کې نه دي یعني دواړو لوریو د یوې مسلمانې ټولنې د اساسي غوښتنو او اړتیاو په منځ کې تعادل له نظره غورځولي دی او دا کار مناسب نه ده د یوې مسلمانې ټولنې پوهان، مدني فعالان، عالمان او هر ډول نور خواخوږي باید د دې ټولنې د دنیا او اخرت دواړو ضرورتونه او د دواړو په اړه غوښتنو ته متوجه وي او د دواړو په منځ کې تعادل او موازنه په نظر کې ولري.

د امت له خیر سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرص په باره کې د هغه د طائف د سفر یوه برخه را اخلو:

عائشة رضی الله عنها وایي: ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وویل: يارسول لله په تاباندي د أُحد له غزا سخته ورځ راغلې ده؟ هغه ورته ویل: ستا له قوم نه مي د عقبې په ورځ تر هغه زیاتې سختې لیدلې دی، کله چې زه ابن عبد يا ليل او بن عبد كلال ته ورغلم زما خبره یې راسره ونه منله، زه پخپله مخه غمژن روان شوم آن په قرن الثعالب نومي ځای کې په ځان پوه شوم، چې پورته مي وکتل وریځو سوری راباندي کړی و په هغو کې جبرائيل غږ راباندي وکړ او راته کړه یې: الله تا ته ستا د قوم خبرې او د هغوی رد واوریده تاته یې د غرونو مسئوله ملایکه رالیږلې ده څو ته هغې ته امر وکړې چې څنګه ستا خوښه وی هغسي وکړي.

رسول الله وایي: د غرونو ملایکي اواز راته وکړ سلام یې راته وکړ او ویې ویل: ای محمد ستا رب تاته ستا د قوم خبرې واورېدلې زه د غرونو ملایکه یم ستا رب تاته رالیږلې یم چې ستا څنګه خوښه وي امر راته کوه، که دي خوښه وي د ‘الاخشبین ‘ غرونه په دوی راولم؟ رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ورته وویل: بل أرجو أن يخرج الله من أصلابهم من يعبد الله وحده لا يشرك به شيئاً. أخرجه مسلم، 3/ 1420، برقم: 1795. یعني دا زه نه غواړم چې هغوی هلاک کړل شي بلکي زه امید لرم د دوی له ملاو به داسي خلک وزیږي چې هغوی به د یوه الله عبادت کوي او له هغه سره به هیڅ شی نه شريکوي. په دې کیسه کې که یو لورته د رسول الله صلی الله علیه وسلم نرمي معلوميږي دا راز له دې کیسې نه د هغوی په خیر غوښتنه کې د رسول الله حرص هم ښه راته واضحه کیږي لکه دی وایي: بل أرجو أن يخرج الله من أصلابهم من يعبد الله وحده لا يشرك به شيئاً.

2- مسلمانانو ته سلام کول

دویم هغه سبب چې کولی شو په برکت یې د خلکو مینه ځان ته راجلب کړو هغه هر چاته سلام کول دي، سلام د آدم -عليه السلام- له زمانې رانيولې تر ننه پوري ډیر پخوانی سنت ده او په جنت کې به جنتیان هم دا سنت جاري لري او یوه بل ته به سلام کوي، قرانکریم د جنت اوجنت جنتیانو په اړه وایي: ﴿وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ﴾ [يونس: 10]، که څه هم له بده مرغه نن سبا په مسلمانانو کې دا سنت کمزوری شوی دی ځیني یو مخ له سلام کولو سره نابلده دي او ځیني یې یواځي پیژاندو خلکو ته کوي او هر چا ته یې نه کوي.

د سلام د اهمیت لامله قرانکریم سلام د مسلمانانو ځانګړی شعار او بېلوونکې نښه بللې ده لکه په یوه روایت کې راغلي: د مسلمانانو یوې ډلې د مشرکینو یو سړی پیدا کړ چې له خپلو میږو سره و، هغه دوی ته وویل: السلام علیکم، زه مومن یم هغوی فکر وکړ دی مومن نه دی په سلام سره زموږ نه ځان خلاصوي نو مړ یې کړ او د هغه غنیمت یې ورواخیست نو په اړه یې دا ایت نازل شو .

“عن مسروق: أن قوما من المسلمين لقوا رجلا من المشركين في غنيمة له فقال: السلام عليكم إني مؤمن فظنوا أنه يتعوذ بذلك فقتلوه وأخذوا غنيمته قال: فأنزل الله جل وعز: ﴿وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِناً﴾” [النساء: 94]. تفسير الطبري، 4/ 223. یعني تاسو ته چې څوک سلام درواچوي تاسو هغه ته مه وایئ چې ته مومن نه یې. امام الشوکاني د دې ایت په تفسیر کې وایي: سلام دلته د تسلیم او سلام اچولو په معنا ده، او مطلب دا ده چې د هغه کافر سلام کول بابیزه ګڼل او دا چې دا یې د ځان ژغورلو په نیت وکړ؛ سم کار نده له دې کاره الله جل جلاله مسلمان منعه کړي دي . فتح القدير، 1/ 756.

د الله د پریمانه نعمتونو کور په اخرت کې د مومنانو میلمستون هم الله جل جلاله جنت بللی ده، قرانکریم وایي: ﴿لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ﴾ [الأنعام: 127]. یعني د دوی له پاره د دوی د رب خواته د سلام کور ده د دوی د کړنو په برکت هغه د دوی دوست دی . ابن کثیر لیکي: له ﴿دَارُ السَّلاَمِ﴾ نه مراد جنت ده او﴿عِندَ رَبِّهِمْ﴾ یعني قیامت په ورځ، دوی چې په دنیا کې سمه لاره غوره کړې وه د هغې په برکت به دوی د سلامتیا په کور (جنت) کې وي دلته به دوی له هر ډول ډار، وېرې او ستونزو خوندي وي نو جنت ځکه “دارالسلام ” وبلل شو. تفسير ابن كثير، 2/ 236. او قرانکریم وايي: ﴿وَاللّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلاَمِ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ﴾ [يونس: 25].

په جنت کې به جنتیان له یوه بل سره د مخامخ کیدلو په مهال یوه بل ته “سلام ” کوي،: ﴿تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلامٌ﴾ [إبراهيم: من الآية23]، داراز ویل کیږي له اوو جنتونو نه د یوه نوم “دار السلام” دی، د اوو واړو نومونه په لاندي ډول دي:

1) دار السلام

2) دار الجلال

3) جنة عدن

4) جنة المأوى

5) جنة الخلد

6) جنة الفردوس

7) جنة النعيم

د سلام اچولو ګټې او فضيلتونه ډیر زیات دي داراز سلام د مسلمانانو ترمنځ د مینې ټینګولو او اړیکو پیدا کولو مهمه ذریعه ده موږ له خلکو اورو چې وایي: فلاني سلام راته وکړ بیا سره ودریدلو خبرې اترې او د یوه بل له حاله خبر شوو، دا راز موږ اورو خلک وایي: فلانی راباندي راغی سلام یې ونکړ سیخ تېر شو ما ویل زه هم ولا که غږ درباندي وکړم ..له دې خبرو معلومه شوه چې په سلام سره د خلکو په منځونو کې مینه زیاتیږي او اړیکې ټینګیږي، ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: چې مومنان نه شئ جنت ته نه شئ ننوتلی او تر هغو مومنان کیدلی نه شئ څو مو پخپلو کې مینه نه وي سره کړې، ایا زه داسي کار در ونه ښیم چې په کولو سره به یې ستاسو په منځونو کې مینه زیاته شي؟ هغه دا چې پخپلو کې یوه بل ته سلام کول عام کړئ. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال: رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنوا حتى تحابوا أولا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم؟ أفشوا السلام بينكم. صحيح مسلم، 1/ 74، برقم: 54.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x