
کرېکټ: آیرلینډ له افغانستان څخه یوه ورځینۍ لړۍ وګټله
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او آیرلینډ تر منځ په درېیمه یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان په پنځه ویکټو ماتې وخوړه.
ننۍ لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی د ۴۸-۲ اورونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل، د افغانستان لخوا رحمت شاه او راشد خان ۴۴ – ۴۴ منډې جوړ ې کړې، جاوید احمدي ۲۷، ناصر جمال ۱۸، او ګلبدین نایب ۱۵ منډې جوړې کړې، چې د ډیرو مشرانو لوبغاړو په شتون بل کوم هیڅ لوبغاړی ټینګ ونه درید، او هدف یې د آیرلینډ لپاره ستر او لوبه ګټونکی نه و.
د آیرلینډ لخوا غوره توپ اچونه ډوکرل وکړه چې د افغانستان ۴ لوبغاړي يې وسوځول.
دوی د افغانستان لخوا ټاکلی هدف ډیر په اسانۍ د ۳۸ اورونو په لوبولو سره د پنځه لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ، د پال سټرلینګ په غوره او خطرناکه سلیزه وهلو آیرلینډ له افغانستان څخه د دریو لوبو جام خپل کړ، د سټرلینګ په سلیزه کې ۴ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې شاملې دي چې په همدې سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان لخوا د دوه لوبغاړو بدلول ښه ثابت نه شول، نور علي ځدراڼ چې د ۱۴ توپونو په لوبولو سره یې ۹ منډې جوړې کړې او وسوځيډ، بل خوا شاپور ځدراڼ د دولت ځدراڼ ځای ونیو چې په توپ اچونه کې یې د افغانستان په بایلات کې مهم رول ولوباوه، ده د ۷ اورونو په کولو سره د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په خوړلو ۷۱ منډې ورکړې او هیڅ کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.
د دوی لخوا په توپ اچونه کې راشد خان ۲، محمد نبي ۲ او مجیب ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په خپلو تیرو ۹ لړیو کې دوه لړۍ بایللې دي، او له دې وروسته په راتلونکې کال کې له زمبابوۍ سره شل اوریزې او یو ورځینۍ، او د نړیوال جام غوراوي سیالۍ لري.