نړۍ

نن د اسلامي نړۍ ستر مفکر او فيلسوف علامه محمد اقبال ۷۶ تلين دی

نن ټکی اسيا: نن د ختيځ ادبي ستوري، اسلامي مفکر او فيسلوف دکتور علامه محمد اقبال د مړينې ۷۶يم تلين دی.

اروښاد علامه اقبال ۹ نومبر ۱۸۷۷ م کال د لوی هندوستان په سيالکوټ کې زيږيدلی و، اصل کې د کشمېر برهمنو له نسل څخه و او نيکونو يې د اسلام مبارک دين له قبولو وروسته د پنجاب سيالکوټ کې ژوند کاوو.
اروښاد علامه محمد اقبال له ابتدايي ښوونځۍ او ليسې لوستلو وروسته ۱۸۹۹ م کال کې لاهور کالج څخه په قانونپوهنه کې ماستري وکړه.

له فراغته وروسته يې لومړی د لاهور اورينټل کالج او وروسته دولتي کالج کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده.
۱۹۰۵ ميلادي کال کې د دوکتورا د درسونو لپاره انګلستان ته لاړ، هلته يې په فلسفه کې دوکتورا پوره کړه او ۱۹۰۸ م کال يې “مابعد الطبيعيات” عنوان يې خپله رساله د المان ميونيخ ښار کې د مناقشې لپاره وړاندې کړه، چې په ممتازه درجه ومنل شوه.
ارواښاد علامه محمد اقبال د شلمې پيړۍ وتلی مفکر، شاعر، قانون پوه، سياستوال او مسلمان صوفي وه.
علامه په فارسي او اردو ژبو کې ډېره شاعري کړې، ټول يې لس کليات ليکلي، چې شپږ يې په فارسي او څلور يې په اردو ژبه دي.
د علامه اقبال د شعر محور د اسلامي امت د بيا راژوندي کولو لپاره وو.
علامه په انګريزي ژبه د مسلمانې ښځې او د اسلام د مذهبي او سياسي فکر په اړه ځانګړي کتابونه ليکلي، چې هغه مهال انګريزي رسنيو خپاره کړل او ټولو لوستونکو ذهنونه يې روښانه کړل.
دغه فيلسوف د اسلامي نړۍ ځوانان هڅولي، چې خپل هدف لپاره ان تر مريخه ورسيږي او د ټول امت په اړه يې دا ارزو وه، چې له خانقاوو را ووځي او عملي ژوند لپاره هڅې پيل کړي، تر څو اسلام او مسلمانان د نړۍ سالم قيادت وکړای شي.
د ارواښاد اقبال په کلياتو کې بانګ درا، ضرب کليم، بال جبريل، اسرار خودي، رموز بې خودي، پیام مشرق، ارمغان حجاز،جاويد نامه او ځينې نور کتابونه شامل دی، چې ډېری يې عربي، انګريزي، الماني، فرانسوي او نور زياتو ژبو ته ژباړل شوي دي.
عربي نړۍ ته د علامه محمد اقبال اول تعارف د اسلامي نړۍ ستر مفکر علامه ابوالحسن علي الندوي کړی دی.
ارواښاد ندوي رحمه الله د علامه اقبال په اړه په عربي ژبه يو کتاب”روائع اقبال” ليکلی، چې عربي نړۍ ته د علامه اوله پېژنده بلل کيږي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x