ورزش

کرېکټ: سریلانکا هندوستان ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سریلانکا او هندوستان تر منځ په لومړی یو ورځینۍ لوبه کې د سريلانکا توپ اچونکو په وړاندې د هندوستان توپ وهونکي له سختې ماتې سره مخ کړل، او هند ته یې په ۷ ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو تر منځ یوه ورځینۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د هند په دهرمشاله لوبغاړي کې ترسره شوه، لوبه کې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه چې ښه ثابته شوه، دوی پرینښودل چې هند ستر هدف وټاکي او ټولو لوبغاړي یې ورته په ۱۱۲ منډو وسوځول.

په پایله کې داسې ښکاریده چې هند به ټولې ۵۰ منډې هم جوړې نه کړي ځکه دوي په ۲۹ منډو ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي و، چې وروسته مهندراسنګ دهوني ودرید او خپله لوبډله یې ۱۱۲ منډو ته ورسوله، نوموړي په سخت وخت کې ۶۵ قیمتي منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لخوا سورنګا لکمل غوره توپ اچونه وکړه، نوموړي په ۱۰ اورونو کولو سره ۱۳ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، د غوره توپ اچونې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

په ځواب کې د سریلانکا توپ وهونکو ښه توپ وهنه وکړه او ټاکل شوی هدف یې د ۲۰-۴ اورونو په لوبولو پوره کړ، ددوی لخوا اپول ترنګا ۴۹، میتیوز ۲۵ او ډیکویلا ۲۶ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې هند سریلانکا ته په ټیسټ لوبو کې له ماتې ورکولو ورسته په اوله یو ورځینۍ لوبه کې تاریخې ماتې وخوړه، ځکه چې دا لومړی ځل دی چې هند پخپله خاوره کې په لومړی توپ وهنه دومره کمې منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x