
سعودي د بغداد په برخلیک اخته کیدونکی ده
لیکنه عزام حقاني
دعربو له بیابان څخه داسلام چینه وخوټیدله ، دجهالت په تیارو کې سرګردانه انسانیت چې دیو لوی انقلاب د روښانه لمر په انتظار وو، هغه لمر چه د پاران له غونډیو راپورته شو ، او رڼا یې ټولي نړۍ ته خپره شوه.
دا یو روښانه انقلاب ؤ چه الله جل جلاله دعربو په وچه او ریګمنه دښته کې راپورته کړ، هغه عرب چه متمدني نړۍ د بدویانو او صحرایانو په نوم پیژندل خو الله جل جلاله دخپل ستر انعام په توسط دظلم اوجهالت په تیارو کې راګیري دنیا لپاره نجات بښونکي جوړ کړل.
ددي نوې قافلې سالار محمد صلی الله علیه وسلم دانسانیت لپاره داسي اصول او قوانین ایجاد کړل چه په اساس یې دغلامۍ اوجهالت په زنځیرونو تړلې، ټپي شوي انسانیت ته د آزادۍ، ورورولۍ او برابرۍ درس ورکاوه، درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند مبارک کې عربي جزیره داسلام په زرینو وړانګو روښانه شوه، نور نو الله جل جلاله غوښتل چه خپل استازی له دي فاني دنیا څخه وروبولي نوهمغه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دآجل داعیې ته لبیک ووایه، خو تر شا یی داسي کسان پریښودل چه هریو یې داخلاقو اوچته نمونه وه، هغو په الهي اونبوي ارشاداتو باندي دنړۍ څخه دفساد د ونې جرړی غوڅي کړې، او دانسانیت په بڼ کې یې په خپلو وینو دسولي او امن وني خړوبي کړې، داسلام دغازیانو دبري جنډې یو لوری ته دالبرز د غرونو په واورینو څوکو او بل لوري ته د افریقا په شګلنه دښته کې رپیدې، ددوی اسونه په یو وخت کې په ختیځ کې د هندوستان او په لویدیځ کې د هسپانیې یا اندلس په سیندونو اوبه څیښلې.
خو آه! شپږ سوه کاله وروسته یو بل انقلاب راغی ، یو تیاره انقلاب
هغه انقلاب چه اسلامي نړۍ یې دومره زیامنه کړه چه ساری یې بیا نه ده لیدل شوی، دا انقلاب د ګوبي له دښتي د یو شپانه په وجود کې راویښ شو، د هغه شپانه نوم تموچن ؤ چه دچنګیزخان په نوم مشهور شو ، او ټولي نړۍ ته یې د تیارو مزي ورسیدل، دا هغه قوم ؤ چه تقدیر داسلامی نړۍ عبرتناکه ماته د دوی په لاسو کښلې وه، د هغه اسلامي نړۍ بربادي او تباهي چه د غفلت په خوب ویده وه چه دالهي احکامو دعمل پرځای یې دخپلو غوښتنو او هیلو په خاطر تاویلونه پکي کول له هغوی سره دنیمي دنیا فتحه کوونکو پلرونو توري اوس هم وي، خو د هغو پلرونه ایمان، غیرت او اخلاق ورسره نه ؤ. دعباسي خلیفه ګانو د امن ژوند له بغداد څخه دشاعر خوب جوړ کړی وه ، دخلافت دربار له چاپلوسانو ډک وو، خلیفه به دخدای او رسول دحکم د بیانولو پر ځای هغه څوک دشاهي انعام حقداره بلل چه خلیفه او واکمن ته به یې د ذمه واریو نه ترسره کولو تأویلونه کول، . دحکومت په نظر هغه مفتیان دقدر وړ وو چه دګناه کار پر خلاف یې دپریکړي څخه وړاندي دهغه د نسب او ټبر او د خلافت له مقام سره د اړیکو پوښتنه ضروري بلله، د قتل سزا قتل وه، خو خلیفه له دي سزا څخه جلا ؤ.
خلیفه له مذهبي زده کړو څخه پردی او لري وو سیاسي امور به خلیفه په خپل لاس کې واخستل، دسیاست او مذهب تر منځ دغه د اسلام لپاره لویه فتنه وه، دشیخ الاسلام قلم دخلیفه دتوري تابع شوی ؤ.
نو نن ورځ مسلمانان بالخصوص سعودیان له عیني برخلیک سره مخ دي لکه څنګه چه اته پیړۍ مخکې د بغداد ولس پکي ښکیل وو، نن چه هم د سعودي آمیرانو د امریکا په اشاره په کومو کارونو لاس پوري کړی، هماغه دعباسي خلیفه ګانو په پله باندي یې پل ایښي چه هغو به دچنګیزي سفیر مهلب بن داود په اشاره کول، نن هم د سعودي مشرانو هغه علماء دزندان تورو تیارو ته اچولي کوم چه د دوی په کارونو یې نیوکې کولې اوله امریکا سره دوستي یې دهلاکت شروع ګڼله او هغه بې علمه چاپلوسه په نوم علماء یې په خپل شاوخوا راټول کړي چه ددوی دمرضي مطابق فتوی ګاني ورکوي ، هغه وخت کې هم درباري چاپلوس او په نوم علماؤ دخوارزم شاه په خلاف د مغلو په ملاتړ فتوی ورکړې وه، نن هم ځیني په نوم او ایمان په ډالرو بدلوونکي علماء امریکا دامن او سولي په سمبول بولي او په مقابل کې یې جهاد او مبارزه په دهشت ګردۍ او تروریستوب نوموي ، نو که سعودي همداسي نا اشنا اوله ورایه هلاکوونکي فرمانونه صادرول لري نه ده چه دبغداد په برخلیک اخته شي.
الله جل جلاله دي ټول مسلمانان د طاغوتیانو له شره ساتي.
وماذلک علی الله بعزیز