افغانستان

اشرف غني: د قسمي پايلو خپرول ولس انديښمنوي

نن ټکی اسيا: د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي د قسمي پايلو د خپريدو له امله خپله انديښنه څرګنده، چې دا کار د ولس ذهن ته شکونه اچوي.
اشرف غني احمدزي و ويل، چې د ټاکنو کميسون بايد لومړی پاکې او جعلي رايې سره جلا کړي او بيا دې د کامياب او ناکام کانديد اعلان وکړي.
احمدزی زياته کړه، چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شي، نو دی ډاډه دی، چې د ده ټيم يې ګټي.
پرون يکشنبه ماذديګر د ټاکنو خپلواک کميسون د نژدې پنځوس سلنه قسمي رايو پايلې اعلان کړې، چې ډاکتر عبدالله ۴۴،۹ او ډاکتر اشرف غني ۳۳،۲ سلنه رايې وړې وې.
داکتر اشرف غني د دې پايلو په خپرولو نيوکه وکړه، چې قسمي پايلې خپرول د ولس ذهن ته شکونه ور اچوي.
ښاغلي غني د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه غوښتنه وکړه، چې تر څو پاکې او تقلبي رايې سره نه وي جلا کړي، بايد قسمي پايلې خپرې نشي.
داکتر غني نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې که دټاکنو کميسون پاکې او جعلي رايې سره جلا کړي او ټولې پايلې خپرې کړي، نو دی په يقين سره ويلای شي، چې نتيجې به بدلې يا بيخي معکوسې شي.
ښاغلي غني د خپلو خبرو په ترڅ کې له مدني ټولنو، علماوو، او مخورو څخه غوښتنه وکړه، د ټاکنيزو پايلو د شفافيت په موخه دې خپلې هلې ځلې وکړي، تر څو د ولس حق ولس ته ورسيږي.
ډاکتر اشرف غني د يو سوال په ځواب کې، چې له خپلو سيالو کانديدانو سره به ګډ حکومت جوړ کړي کنه؟
ښاغلي غني د ګډ حکومت د جوړولو خبرې په کلکه رد کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x