شپږ کارونه چې د خوراک وروسته یې باید ونه کړئ..! / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): خلک د ډوډۍ خوړلو وروسته مختلف عادتونه لري، څوک مثلا تر ډودۍ وروسته بیدیږي، څوک بیا سګریټ یا نسوار خولې ته اچوي او څوک بیا چايي څیښي وغیره.

لاندي مو د هغو شپږو عادتونو سره اشنا کوو چې باید ځان ځیني وساتل شي، چې کیدای شي ځیني يې ستاسو لپاره هم هیښوونکي وي:

۱- سګریټ څکول یا بله نشه کول

که تاسو خپله نشه کوی او یا مو نشیان لیدلي وي، هغوی چې هر څه وخوري، ورپسې سمدستي سګریټ لګوي (مثلا). خو ایا ددې کار په لوی تاوان پوهیږئ؟

کارپوهان وايي چې تر ډوډۍ خوړلو وروسته اقلا باید انسان ۲ ساعته انتظار وکړي تر څو سګریټ وڅيښي/وڅکوي. ځکه چې له ډوډۍ وروسته سګریټ څیښل د هغه سالم تنفس مخه نیسي چې انسان ورته له ډوډۍ وروسته اړتیا لري او دا به په دې مانا وي لکه سړی چې په یوه وار لس سګریټه وڅکوي، ددوی په وینا په دغه وخت کې سګریټ څکول معدې او سږي ته انتهايي زیات تاوان رسوي.

۲- د ډوډۍ وروسته بسترې ته تلل او ویدېدل

دا کار په ملیونونو خلک کوي، ډېری خلک دا خوښوي چې څرنګه ډوډۍ وخوري، که پر هغه ځای ونه غځیږي، نو تر بسترې خو حتما ځان رسوي.

خو دا کار د صحت لپاره تاواني دی، ځکه چې خوړل شوی خوراک او د هغه څخه جوړ شوی جوس او تیزابیت کیدای شي لوړي خواته حرکت وکړي، چې له امله یې مرۍ او د معدې لوړې نازکې برخې ته تاوان رسیدای شي.

۳- د ډوډۍ وروسته لمبېدل / غسل کول

د ډوډۍ وروسته باید اقلا ۳۰ دقیقې انتظار وشي او بیا غسل وشي او دا خبره ډېره مشهوره هم ده.

هیڅ کله باید تر خوراک وروسته سمدستي ونه لامبل شي، ځکه چې معده د هضم لپاره ډېر قوت او د وینې جریان ته اړتیا لري، خو کله چې څوک په ګرمو اوبو لمبیږي، مثلا، نو د بدن وینه په جریان کې راځي او د پوستکې پر لور حرکت کوي تر څو هلته د ګرموالي څخه پوستکی وساتي، همداسي د یخو اوبو سره … چې له امله یې د هضم پر جریان تاثیر پریوزي.

۴- چایي څیښل

چايي څیښل ډیرې ګټې لري، خو له ډوډۍ وروسته سمدستي څیښل یې غوره عادت نه بلل کیږي، د کارپوهانو په وینا کله چې مونږ سمدستي چايي څیښو، نو بدن کیدای شي د خوراک څخه په ځانګړې توګه وسپنه او پروټین وانه خلي، ځکه چې په چایو کې داسي مواد شته چې ددغه دوو عناصرو مخنیوی کوي.

په دې توګه کېدای شي د وسپنې تر لاسه کولو پروسه ۸۷ سلنه کمه شي او یا آن د وسپنې د کمښت سره بدن مخ کړي چې له امله یې د انیمیا ناروغي، کمزوري، سردرد او ستړیا رامنځته کیدای شي.

۵- میوه او شنه خواړه د ډوډۍ وروسته خوړل

عموما زمونږ په ټولنه کې میوه تر ډوډۍ وروسته خوړل کیږي، خو دا یې سمه طریقه نه ده، بلکې میوه او سلاته باید تر ډوډۍ مخکې وخوړل شي.

ځکه چې دغه خواړه عموما یوازي ۲۰ دقیقې وخت غواړي تر څو هضم شي، خو که چیري د نورو خوراکونو وروسته وخوړل شي، کیدای شي د هغوی پر هضم باندي هم تاثیر پریږدي او دواړه خوراکونه یو پر بل اثر اندازه شي.

۶- یخې اوبه څیښل

د خوراک وروسته یخۍ اوبه څیښل کیدای شي د خوراک څخه د ګټې اخیستنې پروسه وځنډوي او حتی له سره یې مخنیوي وکړي، ځکه چې معده په دغه وخت کې ګرمښت ته اړتیا لري تر څو په ښه توګه د خوراک څخه د استفادې وړ مواد را خلاصه کړي. خو یخې اوبه ددغه کار مخنیوی کوي.

پورته معلومات د لاندي ویډیو خلاصه ده:

په دې اړه تاسو څه نظر لرئ؟ ایا غواړئ خپله تجربه راسره شریکه کړئ او یا څه اضافه کول غواړئ؟ هیله ده لاندي تبصرو کې راته ووایاست…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د