fbpx
مسافر قوقندي

«د کابل ـ تاشکند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، له ازبکستان سره د شویو تړونونو له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه تر یو میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال شل اقتصادي او د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۰ د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي، چې د عملي کېدو په صورت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه یو میلیارد ډالرو ته پورته شي.

د ده په خبره، په لاسلیک شویو تړونونو کې د ازبکستان ـ افغانستان، چین، قزاقستان او روسیې د ترانزیټي دهلېز په توګه او افغانستان د ازبکستان او سویلي اسیا د ترانزیټي دهلېز په توګه هغه تړونونه دي چې مهم بلل کېږي او له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شي.

دی وايي، اوسمهال د کابل ـ تاشکند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۴سوه میلیونو ډالرو ته رسېږي، چې د شویو تړونونو له مخې به دغه سوداګري ۱میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د کابل ـ تاشکند ترمنځ د اوسپنې پر پټلۍ د دواړو هېوادونو نښلول، د هرات ـ مزار شریف د اوسپنې پټلۍ رغول، د سرخان څخه تر پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلو واټ برېښنا لېږدول، د کابل حلقوي سړک جوړول، د قیصار ـ لامان د حلقوي سړک جوړول او د سالنګ تونل جوړول د مهمو تړونونو څخه دي، چې له ازبکستان سره لاسلیک شوي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی و، چې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزا یوف سره یې ځینې مهم تړونونه لاسلیک کړل.

ازبکستان د افغانستان ګاوڼدی هېواد دی، چې اوسمهال د کابل او شمالي ولایتونو ډېره برېښنا د دغه هېواد څخه وارد شوې ده.

افغانستان څو کلونه مخکې د سوداګرۍ په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان کوله؛ خو د چاه بهار بندر د پرانېستو وروسته یې پر پاکستان تکیه کمه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د