افغانستان

عبدالله: که طالبان وغواړي خپل دفتر کابل کې هم پرانیستلی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، که طالبان وغواړي په کابل کې هم د سولې دفتر پرانېستلی شي او پر وړاندې به یې هېڅ خنډ جوړ نه شي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د «په سیمه‌ییزو حکومتولۍ کې د ښځو د ګډون ملي کنفرانس» کې کړي دي.

ده په خپلو خبرو کې ویلي، چې سوله د افغانانو غوښتنه ده او د سولې معنی د خلکو د حقونو، لاسته راوړنو او «ارزښتونو» د پایمال کولو په معنی نه ده.

د اجراییه رییس په خبره، «د سولې خبرو اترو لپاره پياوړی عزم او اراده شته؛ هر څوک چې وغواړي د سولې د خبرو اترو له لارې له سیاسي پروسې سره یو ځای شي او جګړې ته نه ووايي؛ دروازه یې پرمخ پرانېستې ده او حکومت هېڅ مخکېنی شرط هم نه دی وړاندې کړی.»

ده د ناستې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې له طالبانو سره په سوله کې  به د تېرو ۱۶کلونو لاسته راوړنې له منځه نه وړل کېږي او پر افغانانو په «انحرافي افکار» نه منل کېږي. «پر عادلانه او باعزته سولې ټينګار کوو، هر څوک چې جګړه پرېږدي او د سولې لار غوره کوي نباید ورسره تبعیض وشي، سپکاوی یې وشي او یا خدای مه‌کړه په اساسي قانون کې له ورکړل شویو حقونو بې برخې شي.»

د اجراییه مشر په خبره، که مخالفان وغواړي او اعلان وکړي، چې په کابل کې د سولې لپاره دفتر پرانېزي پر وړاندې به یې خنډ جوړ نه شي؛ خو دمګړۍ په کابل کې د طالبانو لپاره دفتر د یوې نظریې په توګه مطرح شوې غوښتنه ده؛ خو اوسمهال ورته زمینه برابره شوې نه ده.

عبدالله عبدالله وویل، د سولې بحثونه یوازې تر نظریې تر کچې دي او په دې اړه لا کوم عملي بحث نه دی شوی.

«دغه بحثونه د يوه نظر په حیث شوي، تر دې مهاله په دې اړه کوم عملي بحث نه ‎دی شوی، خو که يوه ورځ داسې راشي چې دوی د سولې د خبرو لپاره جدي لېوالتیا وښيي او ووايي چې موږ نه غواړو له هېواده بهر دفتر ولرو او د افغانستان په پلازمېنه کې د سولې خبرې کوو، نو زه فکر کوم د دې پر وړاندې باید خنډ نه‎وي موجود».

تېره اوونۍ د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم ویلي وو، چې له طالبانو سره سولې ته چمتو یو؛ خو له داعش سره نه.

خلیلي هم ویلي و، که طالبان وغواړي د نړۍ په هر ګوټ کې د سولې دفتر پرانېزي افغان حکومت به یې پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

خلیلي: له طالبانو سره سولې ته چمتو یو؛ خو له داعش سره نه

افغان چارواکي داسې مهال د سولې په خبرو کې د انعطاف خبره کوي، چې طالبانو په بیا ـ بیا ویلي چې د یوه امریکايي عسکر په موجودیت کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي او جګړې ته به دوام ورکړي.

طالبانو په خپلو پخوانیو اعلامیو کې له امریکا او ناټو غوښتي، چې له افغانستان نه دې خپل ځواکونه اوباسي؛ ګنې دوی به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د اجراییه مشر د تازه څرګندونو په اړه تراوسه طالب ویاندویانو کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې داسې غوښتنې رد کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان محمود

تر نو اوس ورته ګوره !!! یو څو وخت وړاندي يې په قطر کې د طالبانو دفتر نه سوای زغملای ، اوس بیا وايې چې به کابل کې دي دفتر جوړ کړی ؟؟؟؟ په دونه لږ وخت کې دونه ضد او نقض دریز ؟؟؟؟ خو زما په خیال ټول مرتزقه غلامان دي ، د بادار د رضا نه پرته یوه خبره هم نه سوای کولای ، او لکه د امریکې سفارت به غوږ کې ورته ویلي دي ، چې خبر داسي وکړئ . په دې کې امریکایان کوشش کوي ، چې طالبان ولس ته ګرم معریفي کړي ، چې ګواکي… نور لوستل »

ابودجانه خوستوال

په دی دروغجنو خبرو مو د سولی نوم قبر ته غورځولی دی دا اوولس کاله کیږی چی په همداسی چټیاتو اخته یی او افغان ولس مو تر سره اور لاندی په سره تبۍ کینولی دی. اصلی بنسټیزه سوچه سوله چی د اشعال خاتمی سره راتلای شی نو بیا تاسو ولی د اشعالګرو لمنی نیولی دی او له افغانستانه بهر وتلو ته یی نه پریږدی؟ د سولی په نوم د افغان ولس سترګو ته خاوری مه شیندی او په یوه بله بهانه وخت مه ضایع کوی. په حقیقت کی جنګ او اشعالګر تاسو راوستلی دی هیڅکله او په هیڅ وجه سوله… نور لوستل »

افغان

افغان صاحب السلام علیکم ! د کابل غلامانو او بادارانو په هغه کال کی د پوزی خط کش کړو چه اوباما د ۲۰۱۶ کال تر اخره د ټولو عسکرو د وتلو اعلان وکړو. اوباما هوښیار مګر جمهوریت غوښتونکو ورته غوږ کینښود . حتی دا یی هم ورسره زیاته کړه چه اوباما د امریکا ، ناتو او کابل د غلامانو عسکرو مورال راښکته کړو ، او طالبانو د پام وړ پرمختګ وکړو تر نیمایی زیات هیواد یی ازاد کړو . کشکی دغه د عسکرو د ویستلو اعلان یی که کړی وی سمدلاسه یی عسکر ویستلی وی ، او زمونږ د عسکرو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x