افغانستان

ننګرهار: خوږیاڼیو کې د داعش ۹ وسله وال وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې په خوږیاڼیو کې د پیل شویو عملیاتو په لړ کې یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۹ داعشیان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د چارواکو په خبره، د داعش له منګولو یې د سرما، ندافانو، ډاګو، مرزاخېل او رهبر کلي پاک کړي او ګڼ شمېر وسلې هم مهمات یې هم لاستونو ته ورغلي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي داسې مهال  په خوږیاڼیو کې د ۹ داعشیانو د وژنې او ۴ د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په خوږیاڼیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي او د سیمې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د ولسي جرګې د غړیو په ګډون د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم وايي، چې افغان او بهرني هوايي ځواکونه یوازې طالبان په نښه کوي او داعشیانو ته د پرمختګ لارې برابره وي.

د سیمې ځايي خلک هم وايي، چې افغان ځواکونه په هغو سیمو کې عملیات پیل کړي، چې طالبان پرې واکمن دي او یا د داعش د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x