افغانستان

د امنیتي اندېښنو له کبله ۴۰ بندیان له فاریابه کابل ته ولېږدول شول

نن ټکی آسیا: وروسته له هغې چې د تیرې جمعې په ورځ طالبانو د میمنې ښار په مرکزي محبس برید وکړ او د خپلو څو تنو ملګرو په خلاصولو بریالي شول، د فاریاب امنیتي چارواکو د نورو ورته بریدونو له ویرې له دغه محبس څخه کابو ۴۰ خطرناک بندیان کابل ته لېږدولي دي.

د فاریاب امنیه قوماندان عابدیني تایید کړه، چې د جمعې په ورځ په برید کې طالبان وتوانېدل چې د زندان د دوو ساتونکو په وژلو سربېره خپل څلور ملګري له زندانه آزاد او له ځانه سره بوځي.
نوموړي زیاته کړه، چې له دې پېښي وروسته د کورنیو چارو وزارت د محابسو او زندانونو د عمومي رئیس په ګډون یو لوړپوړي فاریاب ته سفر وکړ او حکم یې وکړ، چې د میمنې له مرکزي زندان څخه دې شاوخوا ۴۰ تنه خطرناک بندیان د کابل د څرخي پله زندان ته ولېږدول شي، چې نن دا پرېکړه پلې شوه.
د یادونې وړ ده، چې د فاریاب ولایت په زیاتره سېمو کې طالبان فعال او د لیرې-پرتو سېمو سربېره ځينې مهمې سیمې او بازارونه هم د دوی تر کنټرول لاندې دي، چې وخت نا وخت ترې د سختو بریدونو او خونړیو جګړو راپورونه هم ورکول کېږي.
د ځينو خپلواکو سرچېنو له خولې، د قیصار ولسوالۍ چې څو ورځې وړاندې طالبانو ونېوله، اوس هم د هغوی په لاس کې ده او حکومتي ځواکونه یې ترې په بېرته نېولو کې پاته راغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x