کابل: هره ورځ نږدې اته د نا امنۍ پېښې کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، پلازمېنه کابل کې هره ورځ نږدې اته د نا امنۍ پېښې کېږي.

د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې په تېره یوه نیمه میاشت کې ۳۴۲ د نا امنۍ پېښې شوې چې په تړاو يې ۵۶۶ تنه نیول شوي دي.

د سرچينې په قول سره له دې چې د ګڼو «تروریستي پېښو» مخه يې نیولې، خو بیا هم دوی هره ورځ نږدې اته جرمونه ثبتوي.

که څه هم ګډ حکومت د نا امنۍ مخنیوی او د اداري فساد پر وړاندې مبارزه پخپلو لومړیتوبونو کې ګڼي، خو لا هم پلازمېنه د ډاډ ښار نه بلل کېږي.

د شنونکو په باور پلازمېنه د دې پر ځای چې یو خوندي ښار وګڼل شي، د مجرمینو لپاره پر یو مناسب پټنځي بدل شوی دی.

کابل کې په دې وروستیو کې مرموزې وژنې او غلا ډېره شوې ده، چې د تیاره په خپرېدو څوک ښار کې تګ ته زړه نه شي ښه کولی.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د دې ښار د نا امنۍ خبر ورکوي، چې تېره ورځ د ښار اړوند پنځلسمه امنیتي حوزه کې د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول.

د مسوولینو په وینا د پېښې په تړاو يې درې شکمن کسان نیولي دي.