
مشرانو جرګه: د امریکایانو په موجودیت کې سوله امکان نه لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): مشرانو جرګه وايي، افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د سولې پر وړاندې اصلي خنډ دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې اړوند مشرانو جرګې امریکا په نړۍ کې پر ناامنۍ خپرولو ملامته کړه.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وویل، امریکا په نړۍ کې د جګړې د پراخولو هوډ لري، تر څو چې امریکا دلته وي، سوله امکان نه لري.
صدیقي وايي، افغانانو ته نه ښايي چې له امریکا نه د سولې او ارامۍ تمه ولري، د هغه په خبره د بیت المقدس اړوند امریکا وروستۍ پرېکړې د امریکایانو نيت ښه په ډاګه کړ.
په خبره يې د ټرمپ له دې پرېکړې ښکاري چې امریکا په نړۍ کې تروریزم ته لمن وهي.
تېره ورځ ولسي جرګې هم د بیت المقدس اړوند د امریکا د پرېکړې په غبرګون کې وویل، چې امریکا په نړۍ کې د جګړې هوډ لري او افغان حکومت باید ټول تړونونه ورسره لغوه اعلان کړي.
تر دې وړاندې د سولې په هلو ځلو بوختو ګڼو بنسټونو امریکا دلته د جګړې اصلي علت بللی و او د سولې او ارامۍ لپاره يې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال ویش مهم بللی و، خو دا لومړی ځل دی چې مشرانو جرګه هم پر دې اعتراف کوي.
طالبانو هم د سولې اړوند د خبرو لپاره د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره مهال ویش لومړی شرط بللی او د دې لپاره پر نړیوال تضمین ټینګار کوي.
د سولې په برخه کې د طالبانو، د سولې د فعالانو او مشرانو جرګې غږ یو کېدلو د سولې لپاره امیدونه ډېر کړي دي.
د شنونکو په باور که مشرانو جرګه د ملت د استازیو په ډول پر کړیو څرګندونو کلک ودرېږي ښايي دروند ولسي ملاتړ خپل کړي او د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شي.