ورزش

پکتیکا ولایت کې د کرېکټ ملي لوبغالي جوړیدو چارې پیل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د کرکټ ملي لوبغالي د جوړیدو چارې رسما پیل شوې.

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت او د کرکټ استازي حکمتیار زاهد پکتیاوال په لاس د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کیښودل شوه، او د جوړیدو چارې یې په رسمي توګه پیل شوې، چې د ۲۶ ملیونه افغانیو په لګښت په ۳۱ جریبه ځمکه کې د یو کال په اوږدو کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د پرانیستې په مراسمو کې چې د ډبرې بنسټ کیښودو لپاره جوړ شوي و د پکتیکا والي وویل: نوموړی لوبغالی به د کرکټ لوبې له ټولو اړینو اسانتیاو څخه برخمن وي او په جوړیدو سره به یې ټولې ستونزې له منځه ولاړې شي.

ویل کیږي چې دغه لوبغالی به د لوبغاړو لپاره معیاري ځایناستي سره د ۳۰۰۰۰ نندارچیانو لپاره د ځایښت ظرفیت ولري.

باید وویل شي چې د افغانستان کرکټ بورډ دکرکټ پراختیا لپاره پلان لري چې د هیواد په کچه ۵ معیاري لوبغالي، پنځه معیاري کرکټ اکاډیمۍ او ۱۵ عام لوبغالي جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د قندهار ولایت په عینو مینه کې د کرکټ لوبغالی د لوبې لپاره پرانیستل شو، همدارنګه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کیښودل شوه او سناختماني چارې یې شوي دي، چې د یوه کال په اوږدو کې به ګټې اخیستنې ته تیار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x