
چهار پاره نظم
نورمې له خياله رنګو کډه کړې
زه په شعرونوکې رنګ نه لرمه
چې دې خمار- خمار،نشه- نشه کړې
په تشو توريو کې بنګ نه لرمه
_____
د بم لمبود خيال نيــــــلى سېځلى
له سرکو وينو الهام څه وړ واخلم؟
هاچې ټوټه ،ټوټه ،ټوټه پرتې دي
له ګلورينوالـهام څــــه وړ واخلم
______
شعرمې په کومورنګو ورنګوم
دلته يورنګ دغو پردو راکړى
د کوربه توب پر نوم يې ولوټلم
دومره تکليف دې ميلمنوراکړى
______
وايي شاعرچې لږخپه غوندې شي
د قلم څوکه بانـــــدې زور راوړي
دلته الهام پر لپو- لپــــــــــــواخلي
څومره لانورترېنه پر پورراوړي
_____
خوچې کوم شى چاته ورپېژني څوک
(د ده د ضـــد په نوم يــــي ښه پېژني)
چاچې خوښي په ژوند لېدلې نه وي
ها بېچاره به نوغـــــــــم څه پېژني
_____
موږخوپه غم کې لوى په غم کې به مرو
له دغه غمه الــــــــــهام څه وړ واخلم
خوښي پر ژوند باندې راغـــــلې نه ده
اوس له دې دمه الهامه څه وړ واخلم
_____
مانه ګيله مه کړئ څه نه ليکمه
مانه الهام تلـــلى دى توري تللي
له هريوتــــــوري سره لپه خمار
وو ،ورسره به لکه سيوري تللي.
دادمحمد ناوک