افغانستان

د دوستم استازی: د ولسي جرګې غړي يې د وژلو هڅه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په فاریاب کې د اربکیانو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازی وايي، د ولسي جرګې غړي يې د وژلو هڅه کړې.

نظام الدین قیصاري چې د ارګ په استازیتوب په فاریاب کې د اربکیانو مشري کوي، وايي د ولسي جرګې غړي فتح الله قیصاري او د فاریاب پخواني امنیه قومندان رحمت الله ترکستاني يې د وژلو هڅه کړې.

نوموړي د غلام رسول په نوم یو تن رسنیو ته ښوودلی، چې پخپل اعتراف کې يې ویلي، یادو دوو کسانو ورته د نظام الدین د وژلو لپاره پنځلس سوه زره افغانۍ ورکړې دي.

د غلام رسول په نوم کس ويلي، وکیل فتح الله قیصاري او پخواني امنیه قومندان ورته پورته پیسې نقدې ورکړې او همدومره نورې يې ورسره له وژلو وروسته ژمنه کړې وه.

فتح الله قیصاري دا تورونه ردوي او دا د نظام الدین ځانګړې دسیسه بولي، هغه له پژواک سره خبرو کې نوموړی یو جنایتکار بللی او ويلي يې دي «دوه کاله وړاندې يې يوه مېرمن او اوښى په ميمنه ښار کې ووژل، موضوع رسنيزه شوه، ايا ددې وژنو امر هم ما کړى و؟ »

قیصاري د مثال په ډول د دوستم یوه دسیسه یاده کړې، چې په وینا يې د قیصار د دریو ملکي وګړو له وژلو وروسته دوستم دعوه وکړه چې دوی پرې د «ځانمرګي برید نیت درلود.»

عبدالرشید دوستم چې له بشري سازمانونو سره د بشري سرغړوونکو په لیست کې ځای لري، نظام الدین قیصاري يې په سیمه کې د اربکیانو په چارو کې خپل استازی ټاکلی دی.

تېرکال د فاریاب په ګڼو سیمو کې د اربکیانو له لوري د طالبانو پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندې ګڼې پښتنې کورنۍ کډوالۍ ته اړ او د دوی په خبره پر عزتونو يې بریدونه وشول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x