ورزش

کرېکټ: افغانستان په یو ورځینۍ لوبو کې یوولسم مقام ته شاتګ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځینۍ لوبو نوې درجه بندۍ کې افغانستان له آیرلینډ څخه د دوه پرلپسې لوبو ماتې وروسته د لسم څخه یوولسم مقام ته شا تګ وکړ.

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ درې یو ورځینې سیالۍ چې د افغانستان په کوربه توب په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره شوې، آیرلینډ افغانستان ته په ۲- ۱ ماتې ورکړه، چې ددې لړۍ اتل شو، او په دې سره افغانستان له زمبابوی لوبډلې څخه یوه نمره وروسته شو او یوولسم مقام ته یې شاتګ وکړ.

د افغانستان کرکټ غوراوې کمیټۍ، لوبډلمشر اصغر ستانکزی او روزونکی رئیس احمدزی په ټولینزو شبکو کې د کاروونکو د سختو نیوکو لاندې دي چې روزونکی تجربه نه لري باید بدل او پر ځای یې خارجي روزونکی غوره شي، له بل اړخه لوبډلمشر اصغر ستانکزی د سختو نیوکو ښکار دی او له ده غوښتنه کیږي چې نه خپله لوبه کولی شي او نه د لوبې په ستراتیجۍ پوهیږي او نه هم له مهم لوبغاړي څخه په اړین وخت کې کار اخیستلی شي، باید تقاعد شي.

د کرکټ بورډ پخوانی رئیس شهزاده مسعود هم د آیرلینډ په وړاندې د افغان لوبډلې له لوبې خوښ نه دی، او زیاتوي چې لوبغاړو خپل مسولیت نه دی ترسره کړی.

نوموړي زیاته کړه، د لوبډلې په انتخاب او بیا د لوبو پر مهال د ۱۱ لوبغاړو په ټاکلو کې تیروتنې شوې دي، همدارنګه افغان توپ وهونکوو لکه څرنګه چې پکار وه هغه ډول لوبه ونکړه او افغانان یې ناهیلې کړل.

نوموړي د توپ وهنې پیل لوبغاړو ته په اشاره یادونه وکړه چې د شهزاد محمدي له نه شتون وروسته تر دې دمه دغه ستونزه هواره نه شوه او دوی ته ښه لوبه پیلونکی لوبغاړی ترلاسه نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx