افغانستان

عبدالله د حکمتیار غبرګون کې: تفرقه اچول د مضرو خلکو کار دی

 
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله په خوست کې د ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په اشارې ویلي، تفرقه اچول د مضرو خلکو کار دی.
 
نوموړي نن د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، تفرقه اچول لکه زهر دومره مضر دي، چې بشپړ هېواد زیانمنولی شي.
 
پرون له حکومت سره یو ځای شوي د حزب امیر انجینر ګلبدین حکمتیار په خوست کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، حکومت کې باید د خوستوالو برخه هم غوښنه وي، ټول حکومت باید د څو ولایاتو په انحصار کې نه وي.
 
حکمتیار ان خېلونو ته ژبه اوږده کړه او په وینا يې، دا چې د امریکا لوی مخالف مولوي جلال الدین حقاني ځدراڼ دی؛ ځکه خو حکومت له ځدراڼو سره توپیري چلند کوي.
 
اجراییه رییس وايي دا ډول څرګندونې هیڅوک هم خپلو اهدافو ته نه شي رسولی، نوموړي وویل: « قوم پر قوم ور پارول، یا هم د یو قوم او ولایت تحریک کول، هیڅوک هم خپلې موخې ته نشي رسولی.»
 
نوموړي ته حکمتیار له دیني او ملي درکه خالي ښکاره شو، ځکه خو يې په زغرده وویل، سیاسيون باید دا دیني او ملي مسوولیت درک کړي او ورته متوجه واوسي.
 
عبدالله عبدالله په دې برخه کې د حکمتیار هڅې بې پايلې وبللې او په وينا يې «اوس خلک خپل مصالح درک کولی شي او په مختلفو ځایو کې يې تفرقه اچوونکو ته ځواب ویلی دی.»
 
خواله رسنیو کې هم د حکمتیار څرګندونې «خندوونکې» بلل شوی، چې فعالانو يې دا ډول څرګندونې له ښاغلي حکمتیار څخه لرې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر صلاح الدین خروټی

عبد الله عبد الله څه نا څه چی دی رتبی ته ځان رسو لی په سیاست کی له حکمتیار سخه پاوړی ښکاری داځکه چی عبد الله متاسفانه دمسعود بادیګارد وه او حکمتیار سره له دومر علمیت داسی خبری کوی لکه حبیب الرحمن دحکتیار زوی چی لوست میخانیکی انجنری کی کړی خو خبری دسیاست کوی چی دومره په سیاست مین وی خو سیاسی فاکولته به مو لوستلی وه چی په سیاست خو مو څه سر خلاصیدی په حزب اسلامی کی متاسفانه سیاست مدار وجود نلری وقعا دحکمتیار صاحب خبری دخندا وړ وی افسوس په دومره غټو غونډو او داسی وړی نازکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x